ننګرهار کې د پاکستاني کلدارو پرضد کمپاین د ناکامورا له ترور وروسته پيل شو او په ډير بریالیتوب سره په مخ لاړ.
دا کمپاین ځکه بریالی و چې ولسونو پکې پراخه ونډه واخیستله او له مسوولو ادارو سره یې په ښه په همغږۍ او همکارۍ د زړه له اخلاصه کار وکړ.
پاکستان چې له کلونو راهیسې افغانستان کې لاسوهنې کوي څو لاملونه لري چې یو ستر لامل یې اقتصادي بازار دی.
تاسو به لیدلي و چې پخوا د افغانستان نږدې ټول لوی بازارونه پاکستاني توکو انحصار کړي و او کله به چې هم له پاکستان سره راکړه ورکړه بنده شو، نو د توکو بیې به دومره لوړې شوې چې د هر په توان به پوره نه وې.
پاکستان له افغان جګړې ډيرې ګټې وړي، له همدې کبله ترهګرې ډلې روزي او افغانستان ته د جګړې لپاره امکانات ورته برابروي.
د پاکستاني توکو لپاره چې افغانستان کې بازار نه وي، نوره نړۍ کې یې څو خوشې هم نه اخلي، ځکه نوره نړۍ خپلې باکیفیته تولید لري او د پاکستان توکو ته اړتیا نه لري چې وارد یې کړي.
د پاکستان توکو لپاره افغانی بازارونه خالي و او له همدې کبله د پآکستان کرنسي یا کلدارې د افغانستان په ډيرو ولایتونو کې رایج وې.
په ځانګړي ډول هغو ولایتونو کې راکړه ورکړه په کلدارو وه چې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پراته و، لامل دا و چې سوداګرو به توکي په کلدارو اخیستل او په کلدارو به یې بیرته خرڅول.
اوس چې افغانانو په ډير اخلاص د کلدارو ضد کمپاین پیل کړی، افغانۍ ترویج شوې او له کلدارو د خلکو مخ اووښتی دی.
کلدارو کې د خلکولوی تاوان دا و چې ثبات یې نه درلوده او تر افغانۍ نیمایي کمه بیه باندې وه.
دا چې افغانۍ زموږ خپل هویت دی، اړتیا نشته چې کابل ته د تګ پرمهال افغانۍ واخلو او ننګرهار ته د تګ پرمهال کلدارې واخلو.
اوس چې خلکو خپل هویت ته مخه کړې او غواړي افغانۍ وکاروي، دا پروسه په بریالیتوب سره مخ ته روانه ده او یو کال سخته باید وزغمل شي چې بازار کې افغانۍ زیاته شي.
اوس ستونزې شته، کله به وړې افغانۍ نه وي، کله به نرخونه پورته کیږي، خو کله چې ټول بازار افغانۍ ونیسي او کلداره له منځه ووځي، هر څه کنټرول کیږي او وضعیت عادي کیږي.
مثلا که بزګر ترکاري او میوه په افغانۍ خرڅه کړي، ګټه یې کړې، که بل څوک یې په افغانۍ رانیسي، بیه یې دومره فرق نه کوي، خو دا چې تراوسه په مکمل ډول افغانۍ بازار نه دی نیولی، ستونزې به وي.
لږ حوصله پکار ده، بیا نو ټول عمر له دې لعنتي کلدارو خلاصیږو او خپل هویت به کاروو، یو کال وروسته به نه د لوړو نرخونو شکایت وي، نه به د میده افغانیو کمښت، هر څه سمیږي، خو دا هر څه صبر او حوصلې ته اړتیا لري.