نثر د موضوعاتو يا فکر له پلوه وي. يوه موضوع دې په ذهن کې وګرځي او قلم ورپسې راواخلې، ويې ليکې. يعنې د موضوع لپاره کلمې او جملې انتخابوې او د موضوع له ضمني يا اصلي بدلانه سره ژبه بدلوې رابدلوې. له دې نه معلومېږي، چې په نثر کې ژبه د موضوع او فکر غلامه وي او له دې لارې د ليکوال غلامي هم ورترغاړه وي. مثلا: همدا ليکنه درواخلئ. زما په ذهن کې چې کومې خبرې ګرځي، د هغې لپاره ژبه انتخابوم او ليکم يې.
دا هم يوه خبره کېداي شي، چې انسان خو فکر هم په ژبه کوي، نو بيا خو ژبه تر فکره مخکې شوه او فکر د ژبې غلام شو. د ليکوال د فکر او ليکنې ژبه ترمنځ توپير وي. د فکر ژبه به د ليکنې خامه بڼه وي، خو ليکنه بېخي نه ده، ځکه چې کله يوه موضوع د قلم له نوکې ووتله؛ نو ليکنه شوه، د فکر و استدلال او د نقد او معلوماتي سمون له غلبېله چاڼ شوه.اوس چې لوستوالو ته يو منظم فکر لېږدوي او صېقل شوې ده، نو ليکنه ده.
خو شاعري داسې نه ده. په شاعرۍ کې به د ژبې زور منې او غلامۍ ته به يې غاړه ږدې، ځکه چې په شعر کې پخپله ژبه موخه وي؛ نو د موسيقۍ د پيدا کولو لپاره به، چې د شاعر کيفيتونه يې په سر ولی کې ښه انتقالېږي، متجانس غږونه، کلمې او غونډونه ګورې او دا پخپله د ژبې د مرييتوب ژغ دی، چې د شاعر پر اوږو سپور وي.
د پښتنو شاعرانو شاعري زياتره د کلمو له مخې ده. د شعر موضوع او فکر د کلمو له مخې پيدا کوي او قافيه چې پکې مرکزي کلمه ده، نو موضوع هم زياتره وخت د همدې کلمې پر بنسټ ټاکي.
دا کار ځکه کېږي، چې يو خو په شاعرۍ کې وزني او ژبني قيود ډېر وي. شاعر به وزن او د نورو کلمو ارتباط ته ګوري او تر دې لوی قيد نشته؛ نو شاعر اړ دی، چې د کلمو له مخې موضوعات راټول کړي.
په شاعرۍ کې د قافيې کلمه د مچيو د ملکې غوندې ده، چې نورې کلمې پرې راټولې وي؛ نو شاعر ته د قافيې کلمه مهمه وي، ځکه نو د موضوع د موندلو چاره هم ورپرغاړه کوي.
بل، د نورو کلمو او قافيې ترمنځ ارتباط هم له شاعر سره د موضوع په موندلو کې مرسته کوي او شاعر غلامۍ ته اړ باسي. مثلا: په يوه شعر کې (سپوږمۍ) قافيه ده. اوس به له سپوږمۍ سره کارېدونکې کلمې دريادېږي او هغه به ښکلا، يار، تنهايي، سپينوالی، شپه، ستوري، اسمان، لمر، ځمکه، انتظار او…وي؛ نو موضوع به مو د همدې کلمو ترمنځ د ارتباط پر دايره چورلي را چورلي.
په نثر کې چې د انتخاب سيمه پراخه وي او ليکوال د يوې مانا لپاره تقريبا بېلابېلې کلمې انتخابولای شي، د کلمو مانا محدوده وي، خو په شعر کې چې پخپله موضوع محدوده وي، د کلمو مانا پراخېږي. د کلمو مانا ښايي دومره پراخه نه شي، خو چې موضوع محدوده وي، نو د کلمو محدوده مانا شاعر ته پراخه ښکاري. د ډيوې تته رڼا په دښته کي دومره رڼا نه کوي، څومره چې په يوه وړه کوټه کې کوي. ډيوه همغه ده، خو چاپېريال ورته بدل شوی او د ډيوې رڼا يې اغېزمنه کړې.
په ژبه کې يوه کلمه مجرده نه وي، بلکې د رغښتوالو په اند له نورو کلمو سره اړيکه ساتي او د همدې اړيکې پر بنسټ يې خلک پېژني، ځکه نو له هرې کلمې څخه د يوې نه، څو موضوعاتو شپول تاو وي او چې کله مو ذهن ته يوه کلمه راشي، جوخت ورپسې څو موضوعات راياد شي. شاعر د کلمې له همدې شپوله استفاده کوي او موضوع انتخابوي. لکه: له (دېوال) نه د لمرين نظام غوندې بېلابېل موضوعات تاوېږي؛ نو ګومان نه کوم، چې د کلمو له مخې دې پر شوې شاعرۍ سړی په اسانه کرښه راښکلای شي.
تاسې به وايئ، چې ښه نو، ښه شاعري هغه ده، چې شاعر د نثر غوندې د فکر يا د خپلې تجربې( چې ده کړې يا يې يو فکر له چا يا له کوم کتابه زده کړی وي يا له يوې پېښې سره مخ شوی وي) له مخې الفاظ انتخاب کړي او شعر يې کړي. دا ښه شاعري ده، خو دومره سوچه شاعري ممکنه نه ده، ځکه چې په دې سره په شاعرۍ کې د ژبې واک ختمېږي او دا کار شعري ژبه نه شي زغملای چې شاعر دې دومره خپلواک وي، چي نه د شعر مجبوريو ته وګوري او نه په شعر کې د کلمو له مخې پر موضوعاتو فکر وکړي. بل پخپله د شعر وېخ(بنسټ) هم په يوه ژبني واقعيت کې نښتی وي او انتها يې هم د واقعيت د همدې زړي څانګې خړانګې وي . مثلا: يو فکر چې په شاعرۍ کې وړاندې کوې، لومړنی فکر دې پرې په ژبه کې پرې کړی او چې وړاندې کوې يې هم په ژبه کې يې وړاندې کوې؛ نو ابتدا او انتها يې دواړه په ژبه کې دي او له دې اړمنۍ سترګې پټول د هوښيار سړي کار نه دی او د همدې مجبورۍ پر بنسټ رغښتوال وايي، چې شاعري په ژبه کې مخکې له مخکي موجوده ده. شاعر يې د يوې وسيلې په توګه صرف رااخلي.
دومره ده،چې شاعر بايد له شعري ژبې نسبي خپلواکي ترلاسه کړي او فکر يا خيال هم کله ناکله لومړی کړي، ځکه چې له دې پرته نه خوندوره او ستره شاعري کولای شي او نه نوښت، چې اړتېا هم ده او د لوی شاعر نښه هم.
اوس چې پر دې پوه شو، چې له ژبې هم خلاصی نشته او غلامي يې هم غم ده، نو پکار ده، چې شاعر د موضوع د خپلواکۍ او د ژبې د غلامۍ له امتزاجه نوې شاعري راوباسي. دا به د زړو خبرو تکرار نه وي او نه به چورلټه نوې وي، چې ناممکنه ده. ټې ايس ايليټ د همداسې نسبي نوښت خبره کوي، چې د تاريخې درک په مټ پرې پوهېدا شونې ده او که هيڅ ژبنی يا شعري دود پکې نه وي راغلی، د داسې شاعرۍ درک ناشونی دی، ځکه چې تاريخي کوډ يا درک يې راته تعريفولای نه شي.