پنجشنبه ۷ـ۱۰ـ۱۳۹۶ دغه مشاعره چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه د میدان وردګو والي الحاج انجنیر ځنډي ګل زماني په ګډون داکتر روشنک وردګ، اطلاعاتو فرهنګ، سکتوري او د ښځو چارو رئیسانو او کلیوالو انجونواو ځوان شاعرانو په کې ګډون کړی وو.

د ميدان وردګو والي الحاج انجنیر ځنډي ګل زماني په ياده مشاعره کې د ګډونوالو ګرم احساسات وستايل او زياته يې کړه شاعران د قومونو او ملت په را ويښولو کې ستره ونډه لري همدا راز ښاغلي زماني د مشاعرې له بنسټ ایښودنکو څخه غوښتنه وکړه چې دې مشاعرو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې د تېرې مشاعرې په پرتله داځلې د کلیوالو خویندو زیاته وه چې دا په خپله د دې بهیر د پیاوړي کیدو بلګه ده همدارنګه ښاغلي زماني زیاته کړه:

همدا شاعران دي چې د ټولنې د نورو پرګنو ترڅنګ شاعران د شعر په ژبه په ټولنه کې د شته ناخوالو او ناوړه دودونو پر وړاندې غږ پورته کولای شي د دغه مشاعرې برخه والې او دښځو چارو ريسې وحيدې ښکلې د خپل شعر تر څنګ يادونه وکړه چې ښځينه قشر هميشه د حکومت ترڅنګ په هر ډګر کې اوږه په اوږه ملتيا کړې ده آغلې ښکلې زياته کړه ښځينه شاعرانې د خپل شعر په ژبه له هېوادوالو څخه و غوښتل ترڅو په ټولنه کې بدو رواجونو پر وړاندې مبارزه وکړي او اجازه ور نه کړي ترڅو میرمنې د ناوړه دودونو قرباني شي.

ور پسې د ولسي جرګې پخواني غړې اغلې ډاکټر روشنک وردګ د خپلو خبرو په جریان کې له د ولایت مقام په ځانګړې توګه له محترم والي صیب څخه مننه وکړه چې په خپل وخت کې د دې ولایت میرمنو په ځانګړې توګه د کلیوالو خویند شاعرانو لپاره دا زمینه برابره کړې ترڅو خپلې ټولنې ستونزې او د خویندو درد ته د شعر په ژبه انعکاس ورکړي همدارنګه یاده مشاعره یې د خویندو لپاره یو نوښت وښود همدارنګه اغلې مشاغرې ته د راغلو خویندو راتګ او د دوی له خولې د شعر ویل یې وستایل او ترې غوښتنه وکړه د همدې لارې د خپلو حقونو څخه دفاع وکړي په غونډه کې د ځوانو شاعرانو، خویندو او ورونو له لوري د سولې، د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ، او د بدو رواجونو د مخنیوي په اړه شعرونه وویل شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *