حکمت آرین –
له وعدې سره سم په غزني کې کلیوال ادبي ملګري ټولنې خپله دویمه غونډه تر سره کړه.
د اونیزو غونډو دویمه غونډه نن د شنبې په ورځ چې د روانې تلې د میاشتې له ۲۶مې نېټې سره سمون خوري وروسته له غرمې د ډي لایټ ساختماني شرکت/د دې ټولني په دفتر کې جوړه شوه او یو ځل بیا پر دې ټینګار وشو، چې له دې وروسته به هره شنبه وروسته له غرمې د ټولنې په مرکزي دفتر کي اونیزې غونډې دایرېږي.
د غونډې پیل د غزني پوهنتون د پښتو ادبیاتو د پوهنځې رئیس ښاغلي عنایت الرحمن مایار د قرآنکریم په سپېڅلو آیاتونو وکړ. وروسته نبی الله پیرخیل د تیرې غونډې راپور وړاندي کړ.
له راپور ویلو وروسته جمیل وقار یو ځل بیا په تیرو خبرو ټینګار وکړ او وې ویل: د پوهنې په برخه کې به ټول تر خپل وسه کار کوو او دغه راز یې ټینګار وکړ چې د غزني د ځوانانو او فرهنګیانو یو ځای کول او فعالیت ته د زمینې برابرول به مو له سترو موخو څخه وي.
ورپسې د غزني پوهنتون د پښتو ادبیاتو د پوهنځې رئیس ښاغلي عنایت الرحمن مایار د خپلو خبرو په سر کی د کلیوال ادبي ملګرو د ټولني په غړو د یو ځای کار کولو غږ وکړ او د دوی کړې هڅې یې د پام وړ وبللې او غوښتنه یې وکړه چې لا هم ځان ستړی ونه بولي او لا دې هم د دې ټولني پرهرونه پټۍ کړي.
وروسته یی په تیره غونډه کې په ورکړل شوي موضوع چې د پښتو ژبې (ی) ګاني وې، خپل ګټور مالومات د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
لکه څنګه چې په تیره غونډه کې یادونه شوې وه، چې د مطالعې فرهنګ باید دود کړل شي، یعني د یوې غونډې ګډون وال ته باید دنده وسپارل شي، ترڅو یو کتاب غوره، مطالعه یې کړي او په راتلونکي غونډه کې د موضوعاتو په اړه د غونډې ګډون والو ته لکچر ورکړي.
د راتلونکي غونډې لپاره سیف الله لکڼخېل ته په ټولنیزو علومو کې د یوې موضوع د ټاکلو سپارښتنه وشوه ترڅو یې په اړه د راتلونکي اونۍ په غونډه کې لکچر ورکړي، همدارنګه جمیل وقار ته سپارښتنه وشوه چې د لاتحزن دیني کتاب مطالعه او موضوعات یې په راتلونکي غونډه کې ګډون والو سره شریک کړي.
د ښاغلي مایار له خبرو وروسته د غونډې نورو ګډون والو، هر یوه سیف الله لکڼخېل، مجید ژړاند،نبی الله پیرخیل ،اجمل بلهار، حکمت الله آرین، بهیر احمد مومند، قدرت الله نرمیوال،محمد انور اندړ ، حکمت الله حکمتي،عصمت الله او ګڼو نورو خبرې وکړې او خپل نظریات یې شریک کړل.
د غونډې د پای په شېبو کې جمیل وقار د غونډې پایله په څو ټکو کې خلاصه کړه او غونډه د ښاغلي عنایت الرحمن مایار له لورې د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.