کلیوال ادبي ټولنه

حکمت الله ارین –

د تیر په څیر په غزني کې کلیوال ادبي ملګري ټولنې خپله شپږمه اونیزه غونډه تر سره کړه.
د اونیزو ناستو شپږمه غونډه نن د شنبې په ورځ چې د روانې لړم میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري، وروسته له غرمې د ډي لایټ ساختماني شرکت/کلیوال ادبي ملګري ټولني په دفتر کې جوړه شوي وه.
د غونډې پیل قاضي محمد امین د قرآنکریم په سپېڅلو آیاتونو وکړ، وروسته نبي الله پیرخېل د تیرې غونډې راپور ولوست.

له راپور لوستلو وروسته د ناستې ګډونوالو په راپور خبرې وکړې.

له نبي الله پيرخېل وروسته انعام الله ګوهر دریز ته راغی او د ټولنیزو رسنیو د کارونې په بڼې، ګټو او زیانونو خبرې وکړې.

نوموړې سیمه ییزې رسنۍ هغه برېښنایي رسنۍ یاد کړې چې د انټرنیټ په مزي تړل شوي وي او خلک په کې خپلې خبرې، نظرونه، مالومات، اعلانات او رسمي لیکونه تبادله کوي.

ښاغلي ګوهر د یادو رسنیو ګټې په دې لاندې شکل یادې کړې:

۱. تر زیاتو خلکو پورې په وړیا او اسانه توګه د خپل نظر، اند او پيغام رسول.

۲. د مالوماتو سرچینه

۳. وړیا سوداګریز اعلانات

۴. د نړۍ او سیمې له حالاتو ژر ځان خبرول

۵. مبارزه

نوموړې یې زیانونه د وخت ضایع کیدل، جعلي پاڼې او اکونټونه، هیکینګ یا سایبر کرایمز او امنیتي ستونزې وبللې او د هرې یوې په اړه یې په تفصیل اوږدې خبرې وکړې.

د غونډې په بله برخه کې ښاغلي حکمت الله ارین خپل لاندې غزل د کره کتنې لپاره د غونډې د ګډون والو مخې ته کېښود:

غزل

چې نه راځې او نه دې وینمه په کال تصویر

بس داسې شوم لکه را ځوړند په دېوال تصویر

نن مصویر ته شوم غوسه غریب موسکی شو ویلې

نه ته په خپله یې په سور او نه په حال تصویر

ډېره موده کېږي تصویر ته دې خبرې کوم

ډېره موده کېږي نیولی مې په پال تصویر

توبه څښتنه د دې خوب تعبیر به څه راوځي

بېګا پټ کړی را نه غنو وو په جال تصویر

آرینه مونږ نو د دې ژوند په مانا څه پوهېږو

تل مو ساتلی دی په زړه کې د وبال تصویر

د غونډې ټولو ګډون والو د ښاغلي حکمت ارین د غزل ستاینه وکړه او په دې برخه کې د لا بریاوو لپاره وهڅول.

د نننۍ ناستې مېلمه د غزني د روڼ اندو ځوانانو د ټولنې غړی احمد خالد مبارز و. ده د کلیوال ادبي ملګري ټولنې وستایلې.

وروسته سیف الله لکڼخېل د غونډې پای په څو ټکو کې خلاصه کړ او قاضي محمد امین د غونډې لمن د دوعایي په لوستلو را ونغښتله.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي انعام الله ګوهر خپل دوه اثر (په هندارو کې ارواوي/ژباړه او نور دې نه یادوم/شعري ټولګه) د ناستې په ګډونوالو ووېشل.

غونډه مازیګر په څلور نیمې بجې پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *