د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدلو له امله د کلیوال ادبي ملګري د ټولنې د مبارکي پيغام روژه د خیر، بخښنې، عبادت، ورورولۍ او د سولې میاشت ده.
خدای تعالی ج د دې میاشتې په اوږدو کې خپلو بنده ګانو ته د زیات عبادت لارښونه کوي، له غریبو او بې وزلو کسانو سره یې مرستي ته هڅوی او د ګناهونو د بخښنې په موخه یې ډېرې اسانتیاوي ورته برابري کړې دي.
خدای ج دې وکړي چې ټول عبادات مو د الله ج په وړاندې قبول شوې وي. په دې مبارکه میاشت کې هم په ګران هېواد کې د جنګ ټغر ټول نه شو او لا هم د وینو سېلابونه روان وساتل شول. ډېرې ښځې کونډې، میندې بورې او ماشومان یتیمان شول.
دا دی دا مبارکه میاشت هم په ختمېدو دی، دا یې وروستۍ ورځې شپې دي او کوچنی اختر ورځ په ورځ خپلې څپې را نيژدې کوي. کلیوال ادبي ملګري ټولنه د همدې راتلونکي کوچني اختر مبارکي د نړۍ ټول مسلمان امت په ځانګړې توګه افغان اولس ته چې له کلونو کلونو راهیسې د غم په ټغر ناست دی وایي او د خدای ج دربار ته لاسونه لپه کوي، چې د راتلونکي کوچني اختر د راتلو سره یو ځای په هېواد کې تل پاتې سوله هم ملګري وي او دا ورځې شپې مو د غم او جنګ وروستې هغه وي.
په درنښت
کلیوال ادبي ملګري ټولنه
