کليوال ملګري تولنه د اونيزو ناستو په دوام اته اويايمه غونډه کوي.
دغه اونيزه غونډه د نورو اونيزو ناستو سره توپير کوي، د ټولنې رهبرۍ شورا اړينه وبلله، چې د پوهنې اړوند ستونزو په اړه ممکنه حل لارې چارې ولټوي.
دغزني اړوند پښتون مېشتو ولسواليو کې چې تر ډېره په تعليمي برخو کې ستونزې او ننګونې لري، نو د دغه ستونزو د ممکنه حل لپاره کليوال ملګري ټولنې هوډ کړی دی، چې د اړوندو ولسواليو امرين اونيزو ناستو ته راوبولي ، تر څو د پوهنې په بر خه کې د پرتو ستونزو له منځه وړلو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.
څنګه چې زدکړه د هر چا حق دی او د پوهنې رياست باید په ټولو ولسواليو کې متوازن خدمتونه وړاندې کړي، د ټولنې غړي په پام کې لري، چې په ولسواليو کې له قومي مخورو، علما کرامو سره هم ناستې وکړي، تر څو د پوهنې حق ټولو ته په مساوي توګه ورسېږي.
اونيزې ناستې ته مو د ګېرو د پوهنې امر مولوي حيات الله خواره کی رابللی، تر څو د ګېرو ولسوالي د پوهنې په برخه کې د پرتو ستونزو په اړه د غونډې برخه والو ته مالومات وړاندې کړي.
کليوال ملګري ټولنه به د پوهنې په برخه کې د پرتو ستونزو د هواري په موخه د پوهنې رياست او اړوند وزارت له چارواکو سره خبرې وکړي او تر څنګ به يې د سيمې قومي مخورو، مشرانو او علما کرامو سره به هم په نوبت غونډې وکړو.
درک : نثار روغتون ته څېرمه، د کليوال ملګري ټولنې دفتر
وخت: شنبه، د ماسپښين دری بجې
کليوال ملګري ټولنه /غزني
