د روانې میاشتې په اوومه نیټه د غزني ولایت امنیه قومندان امین الله امرخیل په دغه ولایت کې یوه فعاله ادبي، فرهنګي او مدني ټولنه ((کلیوال ملګري ټولنه)) د پاکستان له منحوسې او تروریستي ادارې ای ایس ای سره په تړاو تورنه کړه چې دا د ښاغلي امیرخیل خام خیالي او هیڅ چا ته د منلو وړ نه ده. څنګه چې امین الله امیرخیل پرته له کومو شواهدو او ثبتونو څخه په دغه ټولنه باندې بې بنیاده تورونه پورې کړي او غیر اخلاقي الفاظ یې ورته کارولي دي، نو (همت بنسټ) په سختو ټکو د هغه د دغه تورونو غندنه کوي او وايي: له هیچا څخه پټه نه ده چې کلیوال ملګري ټولنې په ډیرو سختو او جګړه ییزو حالاتو کې په خپل ولایت کې په مدني، فرهنګي او ادبي برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. دا چې د امیرخیل دا کار د روشنفکري، مدنیت، فرهنګي فعالیتونو مرۍ خپه کول او د بیان د ازادۍ خلاف عمل کڼل کیږي، نو همت بنسټ یو ځل بیا ټنیګار کوي چې نور دي امرخیل له دا ډول ړندو او کڼو تورونه څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا کار په ټولنه کې د ټیټو او لویدلیو اشخاصو کار ګڼل کیږي. (همت بنسټ) غزنی.