کلیوال ملګري ټولنې د ۱۳۹۶ کال د تلې میاشتې په نهمه نېټه د مدیره هئت او رهبري شورا لپاره ټاکنې ترسره کړې. یادې ټاکنې چې د عمومي مجمع د اکثریت غړو په ګډون د دې ټولنې په دفتر کې ترسره شوې، د غونډې پیل د قرآنکریم په تلاوت وشو. ورپسې ملي سرود وغږول شو او د غونډې د پيل وینا لپاره د اووم دور ټاکنو تنظیم کوونکې کمېټې غړي حبیب الرحمن تاثیر دریځ ته وغوښتل شو.
نوموړي د خبرو په پیل کې وویل، چې کلیوال ملګري ټولنه د ډموکراسي اصل ته ژمنه ده او اووم دور ټاکنې همدې اصل ته د ژمنتیا بېلګه ده.
ورپسې د ریاست څوکۍ ته نوماندانو د یوه کال کاري دورې لپاره خپلي طرحې شریکې کړې، چې په پيل کې عبدالباري حمیدي دریځ ته وبلل شو.
نوموړي زیاته کړه، چې د کلیوال ملګري ټولنې له اصولو او اساسنامې سره سم به کارونه مخې ته وړي او ډېره هڅه به یې د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول وي.
هغه وویل چې د کارونو د لا ښه تطبیق په موخه به یوه کمېټه جوړوي، ترڅو د ټولنې کارونه لا ښه ګټور او پایله ورکونکې واوسې.
ښاغلي انعام الله ګوهر د خپلو خبرو په پيل کې د تېر کال فعالیتونو یادونه وکړه، چې په خبره یې د همدې کارونو په دوام به سږ کال هم خپل فعالیتونه منظموي. هغه د تېر کال په اوږدو کې له امنیه قومندان امین الله امرخېل سره ستونزه، د ښاروالي په سر را پورته شوی جنجال او د دې ټولنې د رهبري شورا په غړي قدرت الله نرمیوال برید هغه سختې ستونزې یادې کړې، چې په وینا یې د رهبري شورا او ټولنې د ټولو غړیو په مشورو یې په ښه شکل حل کړې او په راتلونکي کې به هم د عمومي مجمع په ځانګړې توګه د رهبري شورا د غړو له مشورو سره پر مخ ځي.
ښاغلي عالم خان احمدي هم د خپلې طرحې لوستلو په پيل کې وویل، چې کارونه به یې د ټولنې د اساسنامې او غړو د مشورو په اساس وي. هغه زیاته کړه، چې د ټولنې د مالي ثبات لپاره یو لړ پروګرامونه په نظر کې لري، چې د بریالیتوب په صورت کې به یې پلي کړي.
د وینا په وروستیو کې عالم خان احمدي وویل، چې له خپلې نوماندۍ له دې امله تېرېږي، چې خپله طرحه د نورو نوماندانو په طرحو کې وینې او له هغوی سره په ګډه به د دې ټولنې د لا ښه پرمختګ لپاره کار کوي.
ورپسې د اووم دور ټاکنو ترسره کېدونکې کمېټې غړي جمیل وقار د ټاکنو په تخنیکي اړخ خبرې وکړې. نوموړي وویل چې ټاکنې په څلورو پړاونو کې ترسره کېږي، چې په لومړي سر کې به د ټولنې ریاست لپاره رایه اچونه کېږي. ورپسې د ټولنې مرستیالي، منشي توب او په اخیر کې د رهبري شورا لپاره رایه اچونه ترسره کېږي.
نوموړي د رایې اچونې فورمو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او په باطلو رایو یې رڼا واچوله.
وروسته د ټولنې ریاست څوکۍ لپاره ټاکنې ترسره شوې، چې انعام الله ګوهر ۲۵ او عبدالباري حمیدي ۵ رایې ترلاسه کړې او انعام الله ګوهر د زیاتو رایو ترلاسه کولو له امله د نوي رئيس په توګه اعلان شو.
ورپسې د محمد انور اندړ، محمد امین رفیقي، عالم خان احمدي او عبدالباري حمیدي ترمنځ د معاونیت څوکۍ لپاره رایه اچونه پیل شوه، چې عبدالباري حمیدي ۱۲، عالم خان احمدي ۸، محمد انور اندړ ۶ او قاضي محمد امین ۴ رایې ترلاسه کړې او عبدالباري حمیدي د اکثریت رایو ترلاسه کولو له امله د ټولنې مرستیال په توګه اعلان شو.
د غونډې په وروستۍ پړاو کې د رهبري شورا ۷ څوکیو لپاره رایه اچونه پيل شوه، چې په پایله کې له ۱۴ نوماندانو څخه جمیل وقار، همدرد نیازی، سلام افغان، عالم خان احمدي، سیف الله مبارک، ډاکټر نظر او محمد انور اندړ رهبري شورا ته لاره پيدا کړه.
د غونډې په وروستیو کې د ټاکنو د ارزونې په موخه د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي ژبې ډيپارټمنټ آمر غازي محمد تکل دریځ ته وبلل شو. نوموړي زیاته کړه: ویاړي چې د کلیوال ملګري ټولنې غړی او د فکري ملګرو د کتار لاروی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې له هڅو سره سره بیا هم نه دی توانیدلی چې د ټولنې په فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي، خو تل یې په بېلابېلو پړاونو کې د ټولنې د دریځونو ننګه کړې.
کلیوال ملګري ټولنه نوي رئیس، مرستیال او د رهبري شورا غړو ته د دندو مبارکي وايي او هیله لري، چې د ټولنې د پرمختګ او د ټولنې په فکري رغونه کې به خپلې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ونه سپموي.
غونډه مازیګر ناوخته د قاضي محمد امین له لورې د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسيده.