محمد مزمل هوتک –
موږ د دې شاهدان یو چې کله په ۱۳۹۱ کال کې کلیوال ملګري ټولنه جوړه شوه، دهېواد دنورو ولایتونو او ولسوالیو پورې یې د پیل او فعالیت ګونګوسې ورسېدې، ډېرو ځوانانو ، ادبي او کلتوري ټولنو، د پوهنتونونو استادانو او ډېرو پوهانو یې هرکلی وکړ او ددې ټولنې نوی قدم یې دغزني ادبپالو او کلتور پالو لپاره نیک وباله.

له کلیوال ملګري ټولنې نه مخکې چې کومې ادبي او کلتوري ټولنو په غزني کې فعالیت درلود، ددوی کړنې او لاسته راوړنې په خپل ځای دقدر وړ دي، خو دومره باید ووایم ، چې دکلیوال ملګري ټولنې لومړنی حرکت نسبت نورو ټولنو ته تېز او ګړندی ؤ، دا ځکه چې ځوانانو د شعر او ادب سره ځانګړې مینه او لېوالتیا درلوده، ډېرو ځوانانو دپوهنتون او ادبیاتو محصلینو غوښتل چې د ټولنې په هره غونډه کې ګډون وکړي یا شعر ووایي او یا یې له نورو واوري، خو پدې کې داسې ځوانان هم وو، چې یواځې د شعر ویلو او د لاسو پړکا ته خوشحاله وو، په دې وخت کې دکلیوال ملګري ټولنې دغړیو شمېر ورځ تر بلې ورخې زیاتېده ، د زیاتوالي یا ډېرښت علت یې یو هم دټولنې نوم ؤ (کلیوال ملګري ټولنه) دانوم ټولو ته په زړه پورې ؤ او تولو دا انګېرله چې هر څوک شعر وایي او نثر لیکي دکلیوال ملګري ټولنې دروازه یې په مخ پرانستې ده او ډېرو دا علاقه ښودله چې له کلیوالو سره دزړه خواله وکړي.

دشعر او ادب نه علاوه په غونډو کې دکتاب معریفي، په یوه ځانګړې موضوع لکچر ورکول، وینا کول، په رپوټ نظر ورکول او په شعر او نثر کره کتنې یې لا د ځوانانو د پوهې او استعداد لمن پراخه کړه، چې له پورته یاد شویو ټکو ځوانانو ډېر خوند است او هر راز معلومات یې تر لاسه کول.

سربېره دنورو کړنو او لاسته راوړنو په څنګ کې غږ میاشتنۍ مجلې او غږ ویب سایټ په خپل وار سره دکلیوال ملګري ټولنې ښه استازیتوب کړی او ښه مثبت رول یې لو بولی دی، مثبت ځکه دی چې دغږ مجلې دخپرېدو سره سم یې دلوستونکو شمېر ډېر شوی دی او مخ په زیاتېدو دی ، ددې یواځنی علت دمجلې مضامین او موضوعات دي چې ټولې لیکنې یې درنې په تول تللې او دډېرو بېلابیلو معلو ماتو ځولۍ ګرځېدلې دي، که ووایم چې دغږ مجله او ویب سایټ په سلو کې پینځه اویا لوستونکي لري دا به دروغ او له حقیقت څخه لرې خبر نه وي.

پدې ټلو کړنو سربېره استادانو، پوهانو، شاعرانو ،لیکوالو، له پوهنتون څخه فارغ شویو محصلینو او ځانګړیو استعدادونو ته ویاړ غونډې نیول شو یې او دهېواد هستیو ته درناوی شوی، چې دغو ویاړ غونډو یې دزیاتو مینه والو پام ټولنې ته ور اړولی دی او تر ډېره بریده دا ښه کار وو، ځکه دموږ په افغاني ټولنه کې دا دود ؤ چې کله به یو استعداد وفات شو ، بیا به یې ویاړ غونډې ورته نیول کېدې چې دغو ویاړ غونډو به وفت شوي کس ته هیڅ په درد نه خوړل او نه یې دهغه په کاري څانګه کې نوی بدلون راوستلای شوای، لنډه دا چې دې کار په هیڅ ډول مثبت اغېز نه درلود؛ خو اوس انشاالله چې دا دود ورځ په ورځ مخ په کمېدو دی له دې نه وروسته به ژوندیو استعدادو ته ویاړغونډې نیول کیږي او ستایل کیږي به.

دکتاب سیالي دکلیوال ملګري ټولنې هغه اقدام او فعالیت ؤ ، چې په ډېر کم وخت کې یې تنکي ځوانان دې ته وهڅول چې کتابونه مطالعه کړي او درس ووایي، چې په ځانګړې توکه یې دکتاب مطالعه دود او دکتاب لوستلو ته یې وسعت ورکړ.
کلیوال ملګري ټولنې د شته امکاناتو په صورت کې یو تعداد کتابونه هم تر چا په رسولي دي چې دغزني دلیکوالو، شاعرانو ، زوندلیکونه، ددی په اړه معلومات او ددوی دشعر او نثر بیلګې یې هم راوړ یې او دتل لپاره یې خوندي کړ یې دي، چې ددې کار په کولو سره دکلیوال ملګري ټولنې ته دهېواد په کچه دهغو شاعرانو او لیکوالو پا ځانته ور اړولی چې په کلیو کې دټکنالوژۍ دلاس رسي څخه بې برخې وو.

په راوروسته وختو کې دکلیوال ملګري ټولنې دفعالیتونو لمن نوره هم پراخه شوه. هغه داچې ټولنې د ادبي او کلتوري فعالیونو په څنګ کې په مدني فعالیتونو هم لاس پورې کړ، چې مدني فعالیتونه یې هم په خپل ځای سره دقدر وړ دي. ځینو ادبپالو په لومړي سر کې دا فکر کاوه چې دټولنې مسیر او فعالیت په بلې خوا حرکت وکړ، دې خبرې د هغو کسانو په ازهانو چې یواځې یې ادب او کلتورته کار کاوه منفي تاثیر وکړ ، خو بیا وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې کلیوال ملګري ټولنه به دکلتوري او ادبي فعالیتونو تر څنګ هغه مدني فعالیتونه سرته رسوي چې دبشر او په ځانګي توګه دغزني مېشتو په ګټه وي.

سږ کال (۱۳۹۴) کلیوال ملګري ټولنه پدې وتوانېده ، چې دمحبي په نامه یو کتابتون پرانیزي، چې دټولنې غړي په دې بریالي شول چې کتابتون یې جوړ کړ، ددې کتابتون په جوړېدو کې دنورو ملګرو په ګډون دڅارنوال قدرت الله نرمیوال هڅې او کوښښونه په ځانګړې توګه دستاینې وړ دي.

دمحبي کتابتون په جوړېدو سره دغزني ځینې ادبپال او کلتورپال ځوانان وهڅېدل چې دیو شمېر بېلابیلو عنوانونو کتابونو مرسته یې له کتابتون سره دستایلو وړ ده ، دا دمرستو لړۍ به په راتلونکې کې لا دوام ومومي او دا کتابتون به دومره بډایه او شتمن شي چې هر محصیل او د کتاب مینه وال به ورځنې ګټه واخلي او د خپلې مطالعې موضوع به په اسانۍ سره تر لاسه کولای شي.
د کلیوال ملګري ټولنې دلا بریاوو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *