تاند- د نیمروز والي وايي چې د دولت د وسله والو مخالفانو له مزاحمت سره سره پر کمال خان بند چټک کار روان دی.

د نیمروز والي ډاکتر سید ولي سلطان نن /جمعه/ ازادي رادیو ته وویل چې د کمال خان بند درېم فاز په سلو کې ۵۰ بشپړ شوی دی.

د ښاغلي سلطان په وینا پر دې بند د سهار له ۶ د شپې تر ۱۰ بجو پورې پر له پسې کار کېږي او د وسله والو ډلو حملې نه دي توانېدلي چې د دې سترې پروژې کار له خنډ سره مخامخ کړي.

کمال خان بند د هلمند سین په اوږدو کې د نیمروز په چاربرجک ولسوالي کې دی.

پر دې بند، چې د جوړېدو په صورت کې به سلګونه زره جریبه مځکه خړوبه کړي، لومړی پلا په ۱۹۷۴ م کال د سردار محمد داوودخان د حکومت په دوره کې کار پیل شو خو د ثور له کودتا وروسته د دې بند کار ودرېده.

د راپورونو له مخې، د دې بند پر درېم فاز د ولسمشر اشرف غني په امر د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۱۹ نېټه کار پیل شو چې لا هم دوام لري.

د نیمروز والي وايي چې دا بند به په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي او ۱۷۴ زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.

ده همداراز وویل چې دا بند به ۹ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

د کمال خان بند د جوړولو لګښت ۷۸ ملیون ډالره اټکل شوی دی.

په دې بند کې به ۵۰ ملیون مترمکعب اوبه زېرمه شي.

ځواب دلته پرېږدئ