د هېواد پالنې د مفکورې کمي له پېړيو پېړيو په داسې ناپايه ګرداب کې ډوب کړي يو، چې د نورو نسلونو د تبايۍ ويره مو هم شته. هغه ولسونه چې د هېواد پالنې روحيه لري، هغوی تر ټولو ژر خپلو منزلونو ته رسېدلي دي او هغه چې دا کمی لري، زموږ غوندې د بدبختيو په سېند لاهو دي او ورځ تر بلې يې افتخارونه بل په بډه وهي.
د نړۍ ډېر کم داسې هېوادونه به وي، چې دغه مرض دې پکې خور وي، هر بهرنۍ د خپل هېواد د ملي نوامسو، شعايرو او ملي ارزښتونو سخت درناوی کوي، خو په دې وطن کې د اصيلو ارزښتونو ځای مصنوعي هغه نيولی او د پرديو په لمسون مو خپل ټول داسې څه له لاسه ورکړل، چې لرل مو.
دلته بيرغ په ځمکه پرېوت، ملي سوردمو د نڅاګرو د نڅا لپاره وکارول شو، اتل مو، خاين شو او خاين مو اتل وګرځول شو، ټول اپوټه شول، تر هغه چې سميږي، وخت ورته پکار دی.
د يوه هېواد وګړي يو، د يوه دين د پيروۍ خبرې کوو، له يوې هوا او اوبو نه ګټه اخلو، خو لامو هم زړونه تور دي او د يوځای کېدول لپاره د پرديو د لوبو او دسيسو ښکار شوي يو.
د افغان ولس يوه لويه برخه په تېرو څوکلونو کې هم لکه د لسيزو په څېر له ډېرو نعمتونو بې برخې شوه، په يوه او بل نوم پرې تپل شوې پديدې له زده کړو لرې وساتل، د ژوند لومړني امکانات هم ورته برابر نشول او هغه چې ورته برابر شول، هغو ته ورسېدل، چې له موره جنتيان پيدا وو، هغوی ټول اولس هېر کړ، يوازې يې د خپل ځان د هوساينې غم وخوړلو، خو هغوی هم له معنوي او فکري اړخه سخت تش پاتې شول، هېڅ ورسره نشته.
ولس هله هلاک و بوله، چې شعور او منطق ترې واخستل شي، دافغان ولس په يوه لويه برخه همداسې شوي، شعور او منطق يې لوټل شوی او په داسې تياره کې ساتل شوی، چې را بيدارول، يوکول او په يوه خبره پوهول به يې مجال وي.
د فکر او شعور په تشه کې ساتل شوی ولس خپله د هېواد لپاره سرخوږی دی او خپله دښمن دی، بل ته هېڅ اړتيا نه ليدل کيږي. ډېری لوستي مو داسې منطق کاروي، چې زړه به دې پر وخوږيږي. همدا اوس هغه څوک، چې په اوسني نظام کې یې وده کړې، له هغه يې خوري، څښي او د هغه په مټ د ژوند په لږ آسانتیاوو شخوند وهي، نن تر ټولو ډېر ددې وطن دښمن دی، تر ټولو ډېر په دې لټه کې دی، چې څنګه يې يوازې ځانته خير ښېګڼه ورسيږي، ځکه چې د کمترۍ په احساس روزل شوی او ستر شوی دی.
ددې وطن نوی نسل بايد ذهني وروزل شي، د کمترۍ له احساسه را وايستل شي، له هغو مفکورو په امن وساتل شي، چې د جګړې بوی ترې پورته کيږي. تر هغه چې د وينې تويونې مفکوره ورکه نشي، تر هغه چې د عدم تشدد مفکوره ددې ولس په ذهنونو کې ځای ونه نيسي، ناشونې به وي، چې د پرديو په لاس په تيارو کې ساتل شوی نسل دې له دې کړاوونو را بهر شي.
د مرګونو نوې تجربې د افغانستان په لابراتوار کې و ازمويل شوې، داسې تجربې چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې به دا رنګه وژنې نه وي تر سره شوې، دا دهغه چا له لاسه چې اوس هم ستا په سر د واک چلولو خوبونه ويني او د يوه بل ځوان کهول د تباهۍ ارمانونه په دوماغ کې ګرځوي، خو پکار ده، چې دې ولس ته ځينې سرسپارلي نجات ورکړي.
موږ لاهم د خلکو له وژنو خوند اخلو لاهم د انسان مرګ راته د خپل بابا او نيکه پاتې هغه ميراث ښکاري، چې بايد پرځای يې کړو، خو پوښتنه دا ده، چې څنګه به ترې وژغورل شو.
د زده کړو لپاره هغه که د ښوونځي دي که د پوهتنون په نصابونو له سره غور پکار دی، داسې نصابونو ته دا نسلونه اړتيا لري، چې ذهنونه يې عيار شي او ومني، چې موږ هم د انسان په څېر په دې ځمکه د اوسېدو حق لرو او په دې ځمکه د انسان په څېر نورو ته هم حق ورکوو.
شايد تر ټولو ستر تېروتنه مو په دې کې کړې وي، چې په تېرو دوولسو کلونو کې مو د يوه داسې نصاب رامنځ ته نه کړ، چې ماشوم او محصل مو يوې سمې لارې ته برابر شوی وای، خو دا د هېواد د واکمن دنده وه، چې لومړی يې بايد دا چاره تر سره کړې وای.
د نسلونو د روزنې يوازينۍ لاره د يوه معياري نصاب رامنځته کول او د داسې روزونکي ګومارل دي، چې تر ټولو زيات په دې برخه کې مهارت ولري او په ريښتينې توګه يو څوک دې ته چمتو کړي، چې له ژوند نه خوند واخلي، نورو ته خير ور ورسوي او نور د خير په خوږو ماړه کړي. هغه کسان چې په جګړو کې ستر شوي، هغوی روزونکي نشي کېدای، ځکه هغه په هرډول چې وي، په فکر کې يې د جګړې او باروتو بوی شته نو هغه ستا د بچي د روزنې لپاره کارنده نه دی.