ژباره ـ عبدالحمید ” امین زی “
په داسي حال كي چي سوشيال ډيموكراتان د ريفورميزم او اجتماعي خدماتو پر خوا ولاړل، د لومړنيو سوشيالستانو يوه وړوكې ډله له ماركسيزم سره پاته شوه او كمونسټان ځني جوړشول .
د دې بدلون په راوستلو كي عمده رول د روسيې روښان فكر، ولاديمير لنين درلودلى دئ. ده په ماركسيزم كي د ځينو تغيراتو په راوستلوسره ماركسيزم- لنينيزم منځته راووړ، چي د كمونيزم يو بل نوم دئ .
د نولسمي پېړۍ په وروستيو كلونو كي، د روسيى ډېرو روښان فكرو عناصرو له تزاري سيسټم څخه نفرت درلود او د تزاريزم د له منځه وړلو په خاطر يي ماركسيزم ته غېږه خلاصه كړه.

د ماركس مطلب دا و، چي د ده تيوري به په ډېرو پرمختللوكپيټاليستي هيوادونو كي په كار لوېږي، نه د روسيې په شان وروسته پاته هيواد كي چي نوى يي په كپيټاليزم شروع كړې وه. لنين، په سويتزرليند كي د اوولس كلن تبعيد په دوران كي، ماركسيزم د وروسته پاته روسيې سره عيار كړ.
ده د اقتصادي امپرېاليزم تيوري وړاندي كړه. لنين دا تيوري د الماني انقلابي شخصيت روزا لكسمبورګ او انګليسي اقتصاد پوه هابسن J.A. Hobson څخه اقتباس كړه. دا كسان په تعجب كي وه، چي ولي پرولتاري انقلابونه، لكه څرنګه چي ماركس پېش بېني كړي وه، په پرمختللو صنعتي هيوادونو كي منځته رانغلل.
نو دوى دې نتيجې ته ورسېدل چي كپيتاليزم له نوو شرايطو سره ځان داسي عيار كړى دئ چي مستعمراتو ته ورغزېدلى دئ او د هغوى اومه مواد، د كار ارزانه قوه او نوي بازارونه يي استثمار كړي دي. يعني كپيتاليزم په امپرياليزم باندي تبديل شو چي په دې توګه يې موقتي ژوند لاسته راوړ.
داخلي ماركېټ ټول هغه توليدات چي كپيټاليسټي سيسټم توليدول نه شواى جذبولاى، ځكه نو خارجي بازارونو ته وروغزېدى. امپرياليستي هيوادونه له خپلو مستعمراتو څخه د ډېرو زياتو ګټو په راغونډولوسره وتوانېدل چي د كارګري طبقې ته هم يوڅه وركړي، او په دې توګه يې د انقلاب څخه راوګرځوي .
د لنين په عقيده، امپرېاليزم مجبور و چي پراخ شي، مګر انكشاف يي غير متوازن و. ځيني هيوادونه، لكه برتانيه او المان ډېر پرمختللي وه. مګر د هسپانيې او روسيې په شان هيوادو كي، چي كپيټاليزم تازه پكښې شروع شوى و، پرمختګ او انكشاف كمزورى و.
نوي صنعتي شوي هيوادونه، په مجموع كي د بين المللي كپيټاليسټي سيستم لخوا استثمارېدل. همدا نوي صنعتي شوي هيوادونه وه چي انقلابي هيجانات پكښې روښانه ځلېدل، دوى (امپرياليزم) كمزورې كړۍ وه.ځكه نو لنين استدلال كاوه، چي انقلاب كېداى شي په يوه غريب هيواد كي پېښ شي او وروسته و پرمختللو هيوادونو ته پراخ شي. امپرياليستي هيوادونه پر خپلو امپراتوريو ولاړ دي، كله چي يي له استثماره لاسونه غوڅ شي نوكپيتاليزم به راونړېږي. لومړۍ عمومي جګړه، د لنين په عقيده، د امپريالستانو تر مينځ ټكر او تصادم و چي غوښتل يي ټوله نړۍ ترخپل تسلط لاندي راولي .
لنين دماركسيزم جهت اوتوجه دكپيټاليسټي هيوادونوله دننو [ داخلي] شرايطوڅخه دكپيټالسټي هيوادونو خپل ميانځي شرايطوته واړوله. دماركس توجه دبورژوازۍ په مقابل كي دپرولتاريا راپورته كېدلوته وه، لنين دا توجه د امپرياليستي قدرتونوپه مقابل كي د استثمار شويو هيوادونو راپورته كېدلو ته واړوله. ښايي ماركس به د لنين لخوا دده دتيورۍ داډول بدلون نه واى منظوركړئ .
د لنين ډېر مهم كار و سازمان ته د ده دقيقه او جدي توجه وه. څرنګه چي دوى هر وخت د تزاري مخفي پوليسو تر تعقيب لاندي وه، نو لنين استدلال كاوه چي د روسيې سوشياليست ګوند نه شى كولاى د نورو ګوندونو په شان پراخ، پرانيستى او د رايي ګټلو په هڅه كي وي. په عوض كي يي، دروسيې سوشيالست ګوند بايد كوچنى، مخفي، د مسلكي انقلابيونو څخه جوړ شوى، او تر يوې مركزي قوماندې لاندي ډېر ټينګ سازمان شوى وي.
په كال۱۹۰۳ كي، پرهمدې مسئله باندي د روسيې په كارګري سوشيال ډيموكرات ګوند كي انشعاب راغى. لنين د برسلز Brussels په ګوندي غونډه كي پوره حاميان درلودل او له حاضرو يو پنځوسو هيئتونو څخه يي دري دېرش رايي وګټلې. لنين خپل ګوند بالشويك (چي په روسي كي اكثريت ته وايي) وباله.
د اقليت ګوند چي داعتدال طرفدار و د مانشويك (اقليت) په نامه وبلل شو.
په كال ۱۹۱۸ كي بالشويكانو خپل دګوند نوم كمونست ته واړاوه . او سازمان ته د لنين زياتي توجه ده ته ګټه ورسوله. روسيه د لومړۍ عمومي جګړې له اغېزي څخه په ډېرګډ وډ حالت كي وه د. ۱۹۱۷ع كال د مارچ په مياشت كي يوې معتدلي ډلې له تزار څخه واك تر لاسه كړ، مګر په دې ونه توانېدل چي مملكت اداره كړي. د نوامبر په مياشت كي، بالشويكانو په مهارت سره په هغو شوراګانوكي چي په لويوښارونو كي تشكيلي شوي وې له اعتدالي ډلو څخه قدرت تر لاسه كړ.
د داخلي جنګ تر ګټلو وروسته، لنين د نړۍ ټولو رښتيني سوشيالستانو ته بلنه وركړه چي د مسكو تر كنټرول لاندي په يوه نوي نهضت كي سره يو ځاى شي. دا نهضت د بين المللي كمونيزم، يا كومينترن Comintern په نامه يادېدى. تقريباً د نړۍ په ټولو سوشياليستي احزابو كي انشعاب راغى، د دې احزابو چپي اړخونه له كومينترن سره يو ځاى شول او په۱۹۲۱ – ۱۹۲۰ع كلونو كي كمونسټي احزاب ځني جوړ شول.
په نتيجه كي يي منځته راغلي سوشيال ډيموكراتيك اوكمونست ګوندونه له هغه وخت راهيسي يو له بل سره دښمني لري . دشوروي اتحاد واكمنانو څومره پر ماركسيزم- لنينيزم باندي په رښتيا سره عقيده درلوده؟ دوى هر وخت ماركسيستي نطقونه او بيانيې وركولې، مګر ډېر كتونكي په دې باور وه چي دوى پر ماركسيستي – لنينيستي ايډيالوجۍ باندي بد ګومانه وه او يوازي يي د نمايش لپاره كار ځني اخيست.
شورويانو هيڅكله خپله ټولنه كمونسټي نه بلله. دوى به ويل چي كمونیزم به وروسته راځي او دوى كي كمونسټي بلل كېدل. په كال ۱۹۶۱ كي، د شوروي د كمونست ګوند مشر نيكيتا خروشچيف په بې پروايي سره دا پېش بيني وكړه چي “اوسنى نسل به كمونيزم په سترګو وويني او” داسي يي وښوول چي يوتوپيا (خيالي دنيا ) به په كال ۱۹۸۰ كي راوروسېږي. مګر شوروي د زوال خوا ته وروښويېدى او د ۱۹۹۱ع كال په پاى كي دشوروي سيسټم ړنګ شو.