تاند، چهارشنبه، د میزان ۳مه: د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دوه میاشتني کمپاینونه نن د چهار شنبې په شپه ۱۲ بجې پای ته رسېږي او د ټاکنو تر ورځې پورې دوو ورځو (پنجشنبه او جمعه) د سکوت دوره پیلېږي.
د میزان په ۶مه به د رایو په شرایطو په برابر کسان د سهار له اووه بجو څخه د رایو مرکزونو ته تر مازیګر پنځو بجو ولاړ شي، خو کمېسیون وايي، که رایه ورکوونکي ډېر وو، د تېرو ځلونو په څېر به دا وار هم د رایه ورکولو وخت د ماښام تر اووه بجو پورې ورسوي.
د ټاکنو د کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات خبرداری ورکړی که د سکوت په دوره کې هر نوماند کمپاین یا سرغړونه وکړه قانوني برخورد به ورسره وشي.
سږ کال ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۸ تنه نوماندان وو چې درې کسان یې زلمی رسول، شیدا محمد ابدالي او نورالحق علومي یې ولسمشر غني ته تېر شول او حنیف اتمر له ټاکنیزې مبارزې او ټاکنو کې له نوماندۍ اصلا منصرف شو.
د ټاکنو کمېسیون وايي، شاوخوا یو لک کسان به د میزان د ۶مې د ټاکنو څارنه وکړي، ۴۹۰۰ مرکزونه به پرانیستي وي او کورنیو چارو وزارت هم وايي چې ۷۲ زره پولیس به یې د ټاکنو امنیت خوندي وساتي.