تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وویل چې له نن ماسپښن څخه یې د تفیش شویو رایو د جمع بندۍ کمپیوټري سیستم فعال کړی او شاوخوا ۳۰ فیصده بیا شمېرل شوې رایې له دې لارې څېړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په وینا تر نن غرمې پوري د څه باندې ۷ زره ۲۰۰ رایبکسونو رایې تفتیش او شمېرل شوي وې چې د ټولو رایو په سلو کې ۳۰ کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور خبریالانو ته وویل چې د رایو د تفتیش بهیر یو څه چټک شوی دی.

خو دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ځیني غړي او څارونکي وايي چې کله کله د یوه صندوق پر رایو د دواړو کاندیدانو د استازو ترمنځ په ساعتونو بحث دوام کوي. د دواړو کاندیدانو د څارونکو له لوري د رایو د تفتیش په کار کې خنډ او ځنډ دا وېره پیدا کړې چې ممکن د رایو پایلې تر ټاکلې نېټې پوري، چې د روان اکست پای په پام کې نیول شوې ده، څرګندې نه شي.

د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن هم همدې مسلې ته په کتو پرون خبرداری ورکړ چې که د افغانستان د انتخاباتو پایلې د اګست تر پایه څرګندې نه شي او د افغانستان نوی ولسمشر د ناټو د ویلز ایالت په غونډه کې ګډون ونه کړای شي، ممکن ناټو له افغانستانه د ټولو پوځیانو ایستلو ته اړ شي.

د انتخاباتو په کمیسیون کې د رایو د کمپیوټري سیستم فعالېدل به پاکې رایې له ناپاکو جلا کړي. تراوسه پوري یوازې رایې په نښه شوي دي خو کمپیوټر به د هغه معیار پر اساس، چې مخکې پکې پروګرام شوی دی، پاکې او ناپاکې رایې تفکیک کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن خبریالانو ته ونه ویل چې دقیقاً به کله د کمپیوټر له لارې د رایو د تفکیک پایله اعلان شي.

نور په عین حال کې خوشبیني وښوده چې له پرون څخه د کاندیدانو د استازو ترمنځ جنجالونه کم شوي او ځکه پرون تر بلې هرې ورځې د زیاتو صندوقونو رایې تفتیش شوې.

پرون ۷۳۸ صندوقونه تفتیش شول. دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تفتیش په لومړۍ ورځ ویلي و چې د ورځې به ۱۰۰۰ صندوقونه تفتیش کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرون د څارونکو او تفتیش ۲۰ ټیمونه زیات کړل. اوس ۲۲۰ ټیمونه په دوو شیفتونو کې کار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *