د ځمکې لاندې کوټه کې دې ستر دولت پټ دی، پر هغه دولت کولای شې سلګونه زره ماڼۍ جوړې کړې ! هغه دولت ته د رسېدو لپاره د دې کور ورانول اړین دي.
ډاډه اوسه کومه خزانه چې د دې کور په ورانولو سره تر لاسه کوې، کولی شې پر هغې تر دې لويې او ښکلې ماڼۍ جوړې کړې. که نن ته پخپل لاس دا کور وران نه کړې، نو یوه ورځ به د زړښت له کبله پخپله وران او هغه دولت برملا کېږي. پر هغې ورځ به هېڅ برخه تر لاسه نه کړې. انسان که د خدای په لاره کې هڅه و نه کړي هېڅ شی به تر لاسه نه کړي. په خپل ځان تاو راتاوېږې پښېماني کوې چې داسې سپینه سپوژمۍ تر ورېځو لاندې وه او تا هېڅ کار هم و نه کړ. هغه کور او هغه دولت پخپله ستا وجود دی.
هغه ورځ به ستا لاس تش وي او د معاملې لپاره به څه نه لرې. په دوکان کې ناست یې او پڼې ګنډې. دا دوکان ستا په اجاره کې دی، پر هغه زړه مه تړه. پاڅه تبر را واخله او دا ګنډل پرېږده. دا پڼې ګنډل همغه د اوبو او ډوډۍ هڅه ده چې شپه او ورځ ور پسې ګرځې. دې جامو ته ټوټې مه نښلوه چې پاتې کېدونکې نه دي او ډېر ژر به و شړېږي. ای هغه کسه! چې د بختورو ټولواکانو له نسله یې، دا ګنډل را ګنډل پرېږده ستا لپاره ننګ دی. مخکې تر دې چې ستا د کور اجاره ختمه شي، ځمکه وکينه او هغه خزانه تر لاسه کړه. که ته دا کار و نه کړې، د کور څښتن به دې له کوره وباسې او هغه به پخپله دا خزانه ومومي. ته به خپل مخ د پښېمانۍ په څپېړو وهې او په خواشینۍ سره به وايې:« افسوس دی چې زما تر خونې لاندې داسې ستر دولت پروت و خو ما ترې هېڅ ګټه وانه خيسته.» تر ابده به همدا پښېماني له تا سره وي.