لیکنه: محمد الیاس سعیدي
کندز جګړې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي ډلې او په افغانستان کې د جنګي لیکو د اختلاف نوی اړخ څرګند کړ. د سولې او جګړې نوې سناریو ځکه د اندېښنې وړ ده، چې د طالبانو په لیکو کې د ژور اختلاف ښکارندویي کوي او د حکومت او دې ډلې ترمنځ تر جوړ جاړي وروسته د نوې جګړې خطر زیاتوي. دا سناریو به له امریکا او افغان حکومت د سولې په نوم امتیاز اخلي، خو په بشپړ ډول د جګړې د پای ته رسېدو لامل ځکه نشي کېدای چې د جګړې د لیکو او سیاسي دفترونو طالب یې په دوه ډلو ویشلي دي.
طالبانو په روسیه کې د بین الافغاني مذاکراتو او په قطر کې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال د رسنیو په مخ کې وویل، چې په عام المنفعه ځایونو بریدونه نه کوي، په جګړه کې ملکیانو ته د تلفاتو اوښتو پېښې څېړي او عاملینو ته یې سزا ورکوي او د ښځو د حقونو ساتونکي دي او نور…
خو د اندېښنې خبره دا ده، چې له مذاکراتو سره په یوه وخت په لویو ښارونو او ولایتونو بریدونه د څه لپاره کېږي او دغه بریدونه څه ښیي؟
د کندز وروستی برید دوه حقیقتونه څرګندوي او دواړه د اندېښنې وړ دي: لومړی؛ د جګړې د لومړۍ کرښې او د سیاسي دفتر طالب په یوه خوله نه دي. دوی خپل ګروپ ته د کمپاین لپاره ان په روغتون ننوتل، ملکیان یې یرغمل کړل او د کورونو له منځه یې په افغان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل، چې مخامخ یې ملکیان پهکې ښکېل کړل.
د جګړې د لومړۍ لیکې او سیاسي دفترونو طالبان که د معاملې او جوړ جاړي له امله خپل، خپل فعالیتونه پرمخ نه وړي، نو د سیاسي دفتر ژمنې د جنګي لیکو قوماندان ولې نه عملي کوي؟ که دا کار قصدي وي هم د جګړې د غځېدا وېره خوروي او که اختلافي وي هم د جګړې بل نوی اړخ څرګندوي. د طالبانو خپلمنځي اختلاف د دوی د جګړې د مهار کېدو او د اوربند پر مهال د بشپړ کنټرول په اړه پوښتنې راپورته کوي.
که سیاسي طالب په بشپړ ډول د جګړې د درېدو امتیاز اخلي، سبا کولی شي د جګړې په خورو ورو سنګرونو کې خپل جنګیالي قانع او له جګړې راوګرځوي؟ که یې قانع کولی نشي، نو په مذاکراتو کې ولې ورته ټول امتیاز ورکړل شي؟ په کوم تضمین سیاسي طالب، جنګي طالب قانع کولی شي او رامنځته شوی درز بېرته کوشیر کولی شي؟ په مذاکراتو کې دې اختلافاتو ته پام کېږي؟
افغانان وېره لري، چې د دوی دغه خپلمنځي ناهمغږي یوې بلې جګړې ته لار هواروي او هره بده معامله تر اوسنۍ جګړې خطرناکې پایلې لري.
دویم؛ د امتیاز اخیستو تګلاره. له هغه راهیسې چې د سولې مذاکرات پیل شوي د طالبانو بریدونه او له ملکیانو د سپر استفاده کول هم زیات شوي. د امتیاز اخیستو دغه تګلاره ځکه د اندېښنې وړ ده، چې که لومړی اوربند نه کېږي او طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته هم ور داخلېږي، نو هره ورځ د امتیاز اخیستو لپاره د جګړې د شدت خطر شته او په یوه وخت د جګړې دغه خطر ولې؟
د سولې مذاکرات خو د جګړې د شدت کمولو او پای ته رسولو لپاره کېږي، نو چې طالب له خپلې دې تګلارې نه اوړي، آیا دغه مذاکرات په دې ډول نتیجه ورکولی شي؟
ددې ترڅنګ په کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې د طالب مشرانو نښه کېدل د دوی په منځ کې د اختلافاتو ژوره څپه ښیي. د طالبانو مهم مشران د قوي استخباراتي معلوماتو پر اساس په نښه کېږي او شواهد ښیي، چې دغه کسان د جګړې او سیاسي دفتر د نظري اختلاف له وجې له منځه ایستل کېږي. دغه اختلاف تر ډېره د امتیاز اخیستو او مشورو په نوم راپورته شوی دی، چې سیاسي کړۍ پخپلسرو پرېکړو، معاملو او امتیازاتو اخیستو تورنېږي او د جګړې د لیکو مشران غبرګون ښیي، چې جګړه په دوی کېږي، خو مشورو ته یې غوږ نه ایښودل کېږي.
پایله
په کندز ښار د برید پایله طالبانو ته په سیاسي او نظامي دواړو ډګرونو کې لویه ماته وه. د امنیتي ځواکونو له لوري قاطع ځواب وینه او طالبانو ته د تلفاتو اوښتو پر کندز په دې حساس وخت کې د طالبانو درېیم برید ناکام کړ او دا ناکامي د طالبانو له سنجش پورته وه. په دولسو ساعتونو کې د طالبانو د یوې میاشتې د جنګي پلان خنثی کول هغسې چې په نظامي ډګر ماته ده، په سیاسي کې هم ده او د طالبانو د امتیاز اخیستو تګلاره یې ورشنډه کړه.
بالاخره د طالبانو د سیاسي او جنګي ډلو ترمنځ له راپورته شوي تازه اختلاف څخه د یوې بلې نوې جګړې بوی راځي او د دې حالت او شواهدو غوښتنه همدا ده، چې دغه اختلافات په مذاکراتو اغېز پریباسي او له طالبانو سره جوړ جاړی په افغانستان کې په بشپړ ډول جګړه پای ته نشي رسولی، نو له دې ډلې سره په مذاکراتو کې باید د هغوی د خپل اصلي وزن په اندازه جوړ جاړی وشي.