(​ريښتينې کيسه)

د ۱۳۹۴ کال د میزان په یوولسمه نیټه په کندز کې د بې پولو ډاکټرانو په روغتون د ناټو بمباري

عبدالقدوس خپلې ښځې زینب ته وویل
د خوراک څه نشته؟
زینب وويل نه سړيه هرڅه خلاص شوي.
عبدالقدوس سوړ اسویلی وویست
خیر دی ښځې صبر به وکړو
چې جګړه لږه کراره شي
بیا به د ګاونډیانو کورونه ولټوم
ګوندې که د خوراک څه پیدا کړم.
زینب وویل زه او ته به صبر وکړو
خو ماشومان وږي دي ډوډۍ غواړي
شیدې مې وچې شوي.
عبدالله په یوه چيغه دی نه پوهېږم څه وکړم
دا سبیل مړې جګړه اوږده شوه
کاشکې له ښاره وتلي وای
عبدالقدوس ته د زينب پرېشاني او د ماشومانو ژړا نوره د زغم نه وه په منډه له کوره ووت
زینب چيغې کړلې مه وځه وه به لږېږې
خو قدوس د زینب په چېغو راحصار نه شو.
زینب وارخطا شوه
عبدالله یې په ځمکه واچاوه
په منډه قدوس پسې له کوره ووتله
قدوس شاته وکتل چې زینب هم له کوره راوتلې
او د مرمیو باران پرې جوړ دی
په سترګویی توره شپه شوه د زینب په لور یې ورمنډې کړې
تر څو يې چې ځان ورساوه
زینب په ګولیو سورۍ سورۍ شوه او د ور په مخکې راپریوته
قدوس زینب را وچته کړه
او په خپله شایې د بې پولو ډاکټرانو روغتون ته ور سوله
ترهغې چې د زینب لومړني ماعينات او اسناد بشپړېدل
د کندز په ښار د شپې توره تیاره را خوره شوه
زینب د عملیات له خونې راووته
د شپې۱۱ بجې وې د قدوس خپل ماشومان له یاده وتلي وه
ټول پام یې د زینب په لور و
شفاخانه کې هر خواه ټپیان پراته وه
له ډاګټرانو لاره ورکه وه
چې ژر د چا علاج وکړي
قدوس د زینب د کټ پښې ته په دې هیله ناست وه
چې ګوندې زینب سترګې و غوړوي
شپه پخه شوه په ښار کې خال خال ډزې روانې وې
چې یو ناڅاپه په روغتون د بمونو باران جوړشو
بیا نو قدوس او زینب چا ونه لیدل چې څه شوه
ټوله شفاخانه په سره اور وسوزېده
ګلالي ګلالي ډاګټران ، نرسان،ګاردان، مریضان او پیوازان
ټول لکه د ګلانو په څېر په سره اور کې لولپه شوه.
قدوس او زینب هم سره اور خوړلي وه
څوک یې نه لرل چې پوښتنه یې وکړي
څو ورځې تیرې شوې طالبانو کندز پرېښود
د قدوس کشر ورورخالد ساه نیولی د قدوس د کور دروازې ته ودرېد چا ترې وپوښتل چې خیرت دی ولې وار خطا یې؟
خالد وویل اوس له کلي نه راغلم
څو ورځې کیږي د لالا تيلیفون مې بند دی.
دروازه یې خلاصه کړه مخ په کوټو ورغی
یوه کوټه کې یې خپل درې واړه ګلالي ورېرونه
داسې حالت کې ولیدل
چې احمدالله دېوال ته تکیه کړې، نورالله یې په یو ورانه او عبدالله یې په بل ورانه لکه خوب چې وړي وي پراته دي
.او د تل لپاره یې له دې فاني دنیا سترګې پټې کړي.

عرف
۱۳۹۴/۸/۲۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *