سید ابرار صمیمي
په کندهار کې دیارلس کسه ماشومان هغه وخت ووژل شول چې په جومات کې د دیني سبق له لوستلو وروسته له جومات څخه راوتل. څو اونۍ مخکې د کندز په ارچي کې هم د مدرسې یو شمیر کم عمره زده کوونکي د هوایي قواوو په حمله کې ووژل شول.
ما په کندهار کې د جومات د زده کوونکو د وژلو له پیښې وروسته د هغو فیسبوکیانو پاڼې وکتلې چې د ارچي د مدرسې پیښې ډیر دردولي وو. په تعجب سره مې وکتل چې اکثرو یې په کندهار کې د جومات د زده کوونکو پیښې ته هیڅ اشاره نه وه کړې.
د دغو دوو پیښو مقایسه او د سلګونو نورو موردونو پرتلنه یو حقیقت رازده کوي او هغه دا چې زموږ اکثره دوستان یوازې د سیاسي مقصدونو لپاره دین او مدرسه او جومات او د خدای کور او قرآن کریم او داسې نور مقدسات استعمالوي او صرف هغه وخت په مقدساتو باندې اور اخلي چې د دوی سیاسي ګټه ورسره غوټه وي.
په تیرو لسو کلونو کې طالبانو په لسګونو ځله په جوماتونو، د لمانځه په صفونو او د مکتب په کتابونو چې د قرآن کریم آیتونه او سیپارې پکې وي، حملې کړې دي خو د طالبانو سیاسي پلویانو ته په دغسې مواردو کې اسلام نه دی وریاد
شوی.
د خپلو مقصدونو لپاره د دین استعمالول ډیر نامناسب عمل ښکاري چې له بده مرغه په اسلامي دنیا کې نن سبا له دین څخه سیاسي استفاده مخ په زیاتیدو ده. یوازې طالبان نه بلکې د ایران حکومت، د پاکستان حکومت او د اسلامي هیوادونو ځینې نور حکومتونه او سیاسي احزاب هم له دین څخه د خپلو ګټو په خاطر کار اخلي. کله چې په دین باندې ننګه د دوی په ګټه وي، له ځانونو څخه د دین پتنګان جوړ کړي او برعکس چې پر دین باندې ننګه یې په تاوان وي، ځانونه ورباندې خاموشه کړي.
څو کاله پخوا مې یادیږي چې ننګرهار کې محصلانو بد حال جوړ وو او مظاهرې یې کولې چې د ناټو یا امریکا قواوو په حمله کې قرآن کریم سوځول شوی دی. خو وروسته بیا په همدې ننګرهار کې د طالبانو او داعشیانو په حملو کې څو ځله د قرآن کریم پاڼې وسوځول شوې او بلکې یو ځل خو په سلګونو ټوکونه د قرآن کریم د انتحاري د وحشت ښکار شول، خو عکس العمل ښکاره نه شو.
په همدې روانه اونۍ کې یوې بمي حملې د جلال اباد د ښار یوه جومات ته سخته صدمه ورسوله خو دلته بیا د خدای په کور باندې د ننګې اواز وانه ورېدل شو.
زما په اند هر څوک حق لري چې یو څه ووایي یا خاموش پاتې شي خو دا بیا انصاف نه دی چې په ځینو پیښو اور واخلي او په عین ډول بله پیښه یې بېخي چورت خراب نه شي. دغه دوه ډوله چلند د عدم صداقت نخښې دي.
په کندهار کې د ماشومانو د قاتل انتحاري پلویان به استدلال وکړي چې د انتحاري صاحب مطلب خارجیان وو او کوچنیان ورڅخه په سهوه کې ووژل شول. همدا استدلال خو د ارچي په پیښه کې هم کیدای شي. د انصاف غوښتنه دا ده چې دوه مخي ونه اوسو او هر ظلم که هغه په کندز کې وي یا په کندهار کې، وغندو.
زموږ خلک که د امریکا په بمباري کې مري یا د طالب او داعش په انتحاري کې یا د حکومت په حمله کې، په هر حالت کې ظلم ورسره کیږي او هغوی چې د وجدان د لرلو او د ایمان د لرلو ادعا کوي، باید هر ظلم وغندي او د جنګ د اور د خاموشه کیدلو اواز اوچت کړي. حقیقت خو دا دی چې څومره مسلمانان او څومره افغانان د طالب، داعش یا نورو افراطي ډلو په حملو کې مري، نه د اسراییلو په بمباري کې مري او نه د امریکا یا بل چا. څو وخته له مخه چې د دوه زره اوولسم کال د ملکي کسانو د تلفانو په اړه راپورونه خپاره شول، هلته معلومه شوه چې د افغانستان د اتیا فیصده ملکي خلکو د مرګ ژوبلې عاملین طالبان دي. طالبانو که څه هم په خوست کې د بي بي سي د خبریال احمد شاه په شهادت باندې ځان ناګاره واچاوه مګر که د دوی د الخندق د عملیاتو اعلامیه ولولو نو دا پکې څرګندیږي چې دوی به له دې وروسته د خپلو ترورنو لمن نوره هم وغځوي. دوی له امریکا سره د مخالفت په پلمه په افغانستان د جنګ د اور بل ساتل او د افغانانو قتل عام ته ادامه ورکول غواړي.
زما په لیکنه کې چې طالب ډیر وغندل شو، مقصد مې دا نه و چې په ظالمانو کې د یوه پلویتوب او د بل مخالفت وکړم. طالب مې ځکه ډیر یاد کړ چې له بده مرغه د اکثره جنایتونو تر شا طالب ولاړ دی او د ایمان او وجدان په حکم ځان مجبور ګڼم چې دغه ظالمان تر نورو زیات یاد کړم.
دا خلک مثال د فاحشو لری، او کله چه هم هغه ددوی …… ورته څه ووایی ځان هماغسی عیاروی… چه…. نو
کله چه هم پاکستان یا ایران وویل چه دغه کار سم نه دی، نو بیا دوی هم هماغسی ځانونه عیاروی،
لکه یو څو رادیو او تلیویزیو چنلونه دی همدا رازی یوڅو سپک کسان به کابل کي دی دی هماغسی ځانونه عیاروی
دوی نه ګیله نشته، څوک چه شرم نه لری هغوی نه څه ګیله