محمدابراهیم سپېڅلی / کندهار 


په دې مجله د پيژندل سوي لیکوالانو ۳۲ بیلا بیل مضامین پر ۱۴۴ مخونو باندي د ښاغلي محمد نبي سلطاني په مسؤل مدیریت خپاره سوي دي. 


د پښتۍ پر لومړي مخ ځکه د پښتو ژبي د تکړه څیړونکي، ژباړن او لیکوال ښاغلي نثاراحمد صمد واصفي عکس خپور سوی دی، چي په دې ګڼه کي اکثره مقالې ددوی په اړه دي. 


(کندهار) د اطلاعات او کلتور ریاست دوې میاشتنۍ مجله ده، چي په دې وروستیو کي يې صحافت او کیفیت ښه سوي دي. 


کندهارمجله پر کابل سربیره د هیواد ټول ولایتونو ته لیږل کیږي. 


لیکوالانو ته ښايي، چي د دې تاریخي مجلې د لاښه غني کولو لپاره خپلي لیکني ونه سپموي.

One thought on “د (کندهارمجلې) غبرګه ګڼه په ښکلي صحافت چاپ سوه   ”
  1. کندهار مجله يوه په زړه پوري مجله ده. چي کله ئې گڼه په لاس راسي خامخا ئې لولم.
    ياده مجله په چمن کښي څنگه ترلاسه کو؟

ځواب دلته پرېږدئ