خبرپاڼه

نېټه: ١٣-٠٤-١٣٩٢

کندهار افغانستان دکندهار ولايت د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي  نن  پنجشنبې د ولايت مقام د رسنيو په دفترکي په خپل نوبتي غونډه کي خبريالانو ته وويل چي ملي پوليسو تېره اوونۍ د خپلواکو او ګډو چاڼيزو عملياتو پرمهال  (١٩) تنه وسلوال مخالفين  وژلي،(١٢) تنه مخالفين يې زخميان کړي او  (٩)نفره نور يې ژوندي نيولي دي.

د نوموړي په خبره د يادو افرادو سره يوځاى  يو شمېر سپکي او درنې وسلې هم د دوى لاسته ورغلي دي چي پکښي (٣٣) مختلف النوع ماينونه،  (٢) ميله زاړه تفنګچه،(٤) عدده  کلاشنکوف ،(٢) عدده لاسي بمونه، (١) عدد صوب پرتله ، (١) عدد ميمور کارډ  چي پکي د  دولت پر ضد تبليقات ول،(١) پايې مخابرې او (٢) عرادې موټرسيکلان  هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.

دښاغلي اطرافي په وينا دتيري اوونۍ په عملياتوکي (٨) تنه د جينايي پيښو په تور نيول سوي چي (٧) نفره د غلا او  (١) نفر د وهلو او ټکولو په تور نيولي دي.

نوموړي همدارنګه وويل چي په يادو عملياتو کي يې د ښار د مختلفو برخو او ولسواليو څخه يو شمېر نشيي توکي هم لاسته راوړي چي (٩٠) کيلو ګرامه ترياک د ښار د نهمي ناحيې او پنجوايې ولسوالۍ څخه، (٧٨،٢٠٠) کيلو ګرامه ترياک د شپږمى حوزې څخه نيول سوي  د ي چي د يادو توکو سره يو ځاى (١) عراده بايفور موټر او  (٢) مظنون افراد هم نيول سوي دي.

رحمت الله اطرافي دغه راز دخپلو خبرو په پاى کي وويل چي د عوايدو ترافيک  د جوز سير له درکه ( ١٠٠٥٩٠٧) مبلغ افغانۍ د مستوفيت له طريقه د افغانستان بانک ته تحويل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *