خبرپاڼه

نېټه: ١٠-٠٥-١٣٩٢

کندهار افغانستانملي پوليسو تېره اوونۍ د خپلواکو او ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال  (٣٣) تنه وسلوال مخالفين  وژلي، ( ٧) تنه يې زخمي کړي او (١٥) تنه نور يې ژوندي نيولي دي.

د دغه عملياتو پر مهال له  يادو افرادو سره يوځاى  يو شمېر سپکي او درنې وسلې هم د پوليسو لاسته ورغلي دي چي پکښي (٤٠) حلقې مختلف النوع ماينونه،  (٢٩ ) فېره  د هاوان مرمۍ،(٣) عدده د توغندي سرګلولې،(٢) عدده د ماين کانچې،(٥) ميتره سانيه سوز لاين،(١) ميل پيکا،(١) ميل کلاشنکوف،(٥) عدده شاژوران ،(١) پايه مخابره او (٥) عدده ريموټ کنټرول  پکښي شامل دي.

دتيري اوونۍ په عملياتو کي (١٧) تنه د جينايي پيښو مجرمين نيول سوي چي (٢) د قتل په تور، (٥) نفره د غلا په تور ، (١) نفره د مجروحيت ، (٢) د کور څخه د تيښتي په تور،(٣) نفره د انساني قاچاق په تور، (٤) نفره د جنسي تيري په تور او (١) نفر د لت او کوب په تور نيولي دي.

په يادو عملياتو  کي د ښار له  مختلفو برخو او ولسواليو څخه يو شمېر نشيي توکي هم لاسته راوړي چي (١٦) کيلو ګرامه چرس د ژړۍ ولسوالۍ څخه، (١٧٠،٢)ګرامه هيرويين،(٦) ګرامه شيشه، (٣٢٤) کيلو ګرامه ترياک،( ٢ ،٢٥٠) ليټره الکولي مشروبات  د کشفي اورګانو له خوا د څلورمي حوزې څخه  نيول سوي  د ي چي د يادو توکو سره يو ځاى (١٣) مظنون افراد او (١) عراده موټر هم د پوليسو لاسته ورغلى دي.

دغه راز د تيري اوني په عملياتو کي (٤٢٥) عراده مختلف النوعه وسايط او (١٢٢) عرادې په موټر سيکلان په عيدګاه کي درول سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ