د کندهار نوښتګره شاعره میني انتظار پر خپل فیسبوک پاڼي، خپلي اوښکې ، ژړا او د پولیسو له خوا له هغې سره د سوي ظلم او جبر ژوندی انځور د خپل قلم په وسیله تر لوستونکو ورساوه.
انتظار وايي، د شپې يې پر کور پولیس ور اوښتې، او د کورنۍ ټولي ښځي يې وهلي ډبولي او سرتورسر يې د پوستې پر خوا کشولې.
دا وايي، په کور کي يې نارینه نسته، ځکه نو جاجو ظلم پرې وکړ او د هغې له کوره يې یو د سرو زرو امېل، تر شل زره ډېري افغانۍ او یوه (ډي وي ډي پیلر) هم له ځانه سره وړی دی.
میني انتظار ويلي چي د اطلاعاتو او کلتور رئیس (دوا خان مينه پال) د جاجو سره د شناخت اړیکو او روابطو له امله د هغې غم نه دی خوړلی، او د ولایت چارواکي يې ګرم بللي چي د یوه زورواکي له زوره د یوې ښځي عزت نسي خوندي کولای.
دا وايي ډیری چارواکي په دې خاطر دهغې دفاع نه کوي چي جاجو د دوی کورنۍ د فاحشه خانې په بهانه لوټلي ده.
په دې اړه انتظار داسي لیکلي
((د ځينو ملګرو د پيغامونو په جواب کي)
ما هيڅکله پر خپله پاڼه بېله شعره بل څه نه وه پورته کړي، له سياسته ليري پاته سوې يمه.
که موږ بدلمني وای موږ د دې يرغل په اړه هيڅکله ږغ نه پورته کاوه.
که له جاجو سره مو مخکي لا اړيکي درلودلای نو هيڅکله هغه پوستې ته نه کشولو.
که هر چا دا ثابته کړه چي جاجو يو ظالم، بې ناموسه، ازاري نه دی او ښه سړی دی؛ زه هري سزا ته تياره يمه.
که د يوې ښځي لپاره خپل فرياد او د معصوميت ږغ پورته کول بدلمني وي، نو زه بدلمنه يمه.
که په فېس بک، ټليفون يا مسجونو کي ما له هر چا سره نامشروع اړيکي ساتلي وي او چا يې ثبوت وړاندي کړ؛ نو رښتيا هم زه بدلمنې يمه.
که د خپلو غلطيو د پټولو لپاره د يوې ښځمني پر لمن داغ لګول انصاف وي، نو د کندهار چارواکي واقعا هم ډېر عادل او انصافداره دي.
که زما دا چيغي ما ته انصاف نه سي راکولای نو زه به چوپه سمه او بيا به هيڅکله د يوې خور چيغي ځای و نه نيسي.
او…
مځکه هغه سوځي چي اور پر بل وي.)
انتظار په کندهار کي د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون د فتر ته رسنۍ ورغوښتي دي څو د هغې ږغ تر ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو ورسوي.
خو داسي ښکاري چي د کندهار رسنیو هم د اموضوع جدی نه ده نیولې او هسي يې خاشې پر اچولې ، ځکه ځیني کسانو له خوا داسي ویل کیږي چي عبدالودود سرحدي جاجو د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له ملګرو دی.
د پولیسو د همدې حوزې قوماندان عبدالودود سرحدي جاجو نومیږي، دی وايې د میني انتظار کور يې ځکه تلاشي کړی چي د ده په باور له ډېره وخته يې دغلته د فحش کارونو راپور درلود.
- د پولیسوافسر سرحدي جاجو پرخپل فیسبوک پاڼه داسي لیکلي
Abdul Wadood Sarhadi Jajo زه فه خداي ستاسي خبرو ته حيران يم ظلم د طالب سره جي فرون يي فه ميوند كي ١٥ نفره فه بم والوزول ياني تاسي واياست ظلم مكوه خود به وايي خو نه يي ستا ورور در وزلي نه يي ستا كورني كوم بل كس مسلمان د غله مخه مي در نيولي ده مخكي فه داغه ساحو كي ته د ورزي نسوي تلي اوس د شفي باندارونه كوي زه نه فوهيزم جي تاسي ظلم سه شي ته واياست او بل ددي شزي فه كور فسي د وختي سه ما رافور در لودي خداي ته وكور اسلام تر فشو مه لاندي كوي د مردكو خاني دفاع خو مكوي
خو مینه انتظار بیا د جاجو ددې خبري به ځواب کي لیکلي دي.
مينه انتظار
د يوې بلي پوښتني جواب:
هيڅ يو عاقل او هوښيار سړی امنيتي پوستې ته په ۵۰ متره واټن کي فاحشه خانه نه جوړوي.
امنيتي پوستې ته هغه څوک نژدې استوګن کيږي چي پر خپلو امنيتي ځواکونو باور ولري.
نارينه مو مسافر مسافر ول، ډاډه وو چي امنيتي پوسته را نژدې ده، خو…
هر څه برعکس وختل.
يادونه: که د کور له شاتني دېوال څخه اندازه واخيستل سي نو له امنيتي پوستې سره يې واټن يوازي ۲۰ يا ۲۵ متره کيږي.
له بلي خوا په کندهار کي د رسنیو ځیني استازي وايي د ا موضوع ځکه نه پلټي چي څومره يې څېړي هغومره يې خرابي ډيريږي.
ځايې خبریال عبدالمنان ارغند لیکلي
(جالبه ده بايد دا درک سى چې په ټولنه کې ډېر پېچلي موضوعات را منځته کيږي ډېر يې د رسنيو تر پوښښ لاندي نيول کيږي او ډېر نور يې پاتيږي.
لاملونه يې په ټولنه کې ناوړه حاکم دودونه، د ټولني عزت، د اشخاصو بد نامي او ورته نور.
رسنيو ته په کار ده چې د خپلي ټولني ټولي پېښي وڅيړي هغه چې ناوړه پايلي لري بايد پټي يې وساتي.
د ميني انتظار موضوع د سهاره تر اوسه را ته لسګونه کسانو زنګونه وکړه، په فيسبوک کې ميسجونه کوي چې ولي يې نه سپړۍ.
څنګه يې وسپړو څومره چې يې څيړي هغومره د موضوع څخه نوري خبري پورته کيږي.)
مینه انتظار په کندهار کي اوسېږي ، دا پر فیس��وک د خپلو شعرونو ډير مینه وال لري ، د میني انتظار په نوم د شعرونو یوه ټولګه هم چاپ سوي ده چي خو راډېر لوستونکي لري.
نوموړې په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایاتو کي د ښه شعر لیکلو شهرت لري ، خو داځل انتظار په یوې خورا ستونزمني موضوع کي راښکېل سوې ده.
دا له رسنیو ، مدني ټولني او ځینو نورو ازادو بنسټونو غوښتنه کوي ، چي ږغ يې واوري او د دې ستونزي ته قانوني حل لاره پید اکړي.
خو داسي ښکاري ، چي لاتراوسه کیسه همداسي ستونزمنه پاته ده.
د کندهار له رسنیو د خلکو غوښتنه داده ، چي ددې مسئلې د حل لپاره دي خپل رسالت ترسره کړي.
رحیم مطمین هلمند
که دا په ریښتیا رنډی خانه وي نو دغه بي ناموسه به په هغه وخت کي چاپه پري اچولي وه چي کم از کم یو غیري محرم شخص خو یی هم ورسره نیولی وای چي نه یی څوک ورسره نیولي او نه څه بل ثبوت لري لري او داسي غیري اسلامي ،غیري افغاني او غیري انساني حرکت کي کړي ده قانون د ثبوت غلام ده او چي ثبوت ونه لري او داسي حرکت وکړي دا په خپله یو جرم ده او دا بي ناموسه باید ددي جرم سزا وګوري
خو خیر له دي دولت نه مونږ باید همدا امید وساتو دلته نه د چا غږ اوریدل کیږي او نه د چا مال او ناموس ساتل کیږي
مینه انظار ته له لوي خداي جل جلاله څخه صبر غواړم تر څو یو څوک پیدا شي او ددي د بي عزتي پوښتنه وکړي
زه مینه انتظار ته د زړه له کومي احترام لرم
د مینه انتظار د پاکیدو په هیله