محمد ابراهیم سپېڅلی

محمد ابراهیم سېڅلی –

هغه وخت، چي ټیکنالوژي ډېره وده نه وه کړې، په لسو پنځلسو کورونو کي به یو کور راډیو درلوده او هغه به يې هم د کابل، پېښور او ال انډیا راډیوګانو څخه لږ خبرونه او ډیره موسیقي اوریده.

له موسیقي سره د افغانانو له ډېره وخته جوړه ده او د خپل خوښي موسیقي په مینه اوري.

د راډیو له مشهوریدو وروسته سپین ږیري داسي کیسې کوي، چي د انډیا زاړه فلمونه به له هند سره سم د افغانستان سېنماګانو ته هم راتلل او خلکو د (ریکاټونو)، چي کیدای سي اصلي بڼه يې ریکارډونه وي یعني د خلکو موخه ورڅخه د موسیقۍ او سندرو برخه وه، نو د هغه وخت اکثره ځوانانو به د همدې ریکاټونو د اوریدو او لیدولو لپاره څو ځله دیو فلم د کتلو ټکټ کاوه.

د کندهار یوشمیر سپین ږیري هم د کندهارد سینما خورا ډیري خبري کوي، اوس د یادی سینما پرځای د د طالبانو د وخت لوی جامع جومات (حضرت عمربن خطاب) په نامه جوړ سوی دی.

د دغو زړو هندۍ سندرو (ریکاټونو) سره ځانګړي میني یوشمیرځوانان د موسیقۍ او سندروهنري ډګر ته هم راکش کړي دي.

دغو اماتورسندرغاړود همدغه هندي سندرو پر طرزونو له محلی شاعرانو پښتو سندري غوښتې او په محفلونو کي به يې هم خپله اوهم د نورو مینه والو سندریزه تنده ور خړوبول.

زاړه فیته فروشان (کیسټ پلورونکي) وايي، دوی ځکه د هندي فلمونو پرمشهورو سندرود جوړسویو طرزونوغزلي ډېرې ثبتولې، چي په هغه وخت کي يې ښه اوریدونکي اوتود بازار درلود.

اویا کلن محمد حسن دلسوز هم یو له هغو کندهاریو سندرغاړو څخه دی، چي د خپل وخت د هندي سندرو پر بیلا بیلو طرزونويې سندري له کندهارۍ موسیقۍ سره یوځای کړي او ډېر سندریز محفلونه يې په رنګین کړي دي.

دلسوز اویا کاله ترمخه د کندهارښار د برو بازار د لودینانو په کوڅه کي د مرحوم محمد عظیم په کورکي دې نړۍ ته سترګي رغړولي دي.

اصلي کاروبار يې موټرواني وه، خو په لومړنۍ ځوانۍ کي يې د سندرو ویلو سره مینه د هندي فلمونو د ریکاټونو له لاري په زړه کي لکه غوټۍ وغوړېده.

نوموړي زده کړي نه دي کړي، خو سندري به يې د خپلي میني او لېوالتیا له مخي په یاد زده کولې اوبیابه يې د خپل ږغ مینه والو ته د موسیقۍ له پردو سره وړاندي کولې.

محمد حسن دلسوز، چي په کور او کلي کي په (ګل اغا) مشهور دی وايي،په هغه وخت کي  کندهارۍ موسیقۍ ځانګړی خوند درلود.

خلکو به په مینه اوریده او ترسهاره به خپلو بیلا بیلو سندرغاړو ته غوږ وو.

نوموړي د کندهار د زیاتو محلي شاعرانو شعرونه ویلي، خو ډیر شعرونه يې د عبدالکریم رسوا او نوراحمد په نامه د یو شاعر شعرونه ویلي دي.

ښاغلی دلسوز وايي، نوراحمد یو له هغو کندهاریو شاعرانو څخه و، چي د هندي فلمونو د سندرو پر طرزونو به يې برابر شعرونه جوړول اوبیابه د کندهار بیلا بیلو سندرغاړو د کندهارۍ موسیقۍ له پردو سره مینه والو ته وړاندي کول.

اکثره پښتانه سندرغاړي د خپل هنري ژوند دپیل پرمهال د کورنیو ستونزو خبري کوي، چي دلسوز هم ددې ستونزو سره زیات مخ سوی، خو له سندرو سره  لیونۍ میني له دې ټولو مشکلاتو سره بریالی جنګولی دی.

محمد حسن واي، تخلص يې ځکه دلسوز غوره کړی دی، چي په لومړۍ ځوانۍ کي به يې د هغه وخت یوشمیر کندهاري شوقیان(سندرغاړي) اوریدل، نو دد ه زړه به هم ډیره لمبه کوله، چي یوه ورځ په دغسي ډول د سازیانو په منځ کي کښېني اود خلکو زړونه په خپل ږغ ټکور کړي، خو د کورنۍ په ځانګړي ډول د پلار مخنیوي تر ډېره د زړه خوښي اجازه نه نه ورکوله بالاخره يې د هنر مینه پر زور اوله دې ټولو مشکلاتو سره سره يې د سندرو ویلو ته ملا وتړله.

 نوموړي سندري یوازي د خپل شوق پر بنسټ ویلي او په وینا يې اوس يې هم ځیني کیسټونه د کندهارۍ موسیقۍ له زړو مینه والو سره سته.

هغه وخت په هیواد کي خوشحالي وه، خلکو له ورځني کاروبار سره د سندرو شوقونه کول او ترسهاره به د ښار دوکانونه خلاص وو، هیڅ چا له چا پوښتنه نه کوله، چي څوک يې او پر کومه ځې؟

له بده مرغه د غوايي د اوومي کودتا د افغانستان او افغانانو زړونه او هډونه ورېږدول، په قصدي ډول مظاهرې، وهل ډبول، جګړې، په زوره عسکري، وسله وال بریدونه، مجاهدین، خلقیان، پرچمیان، مکتبیان، د مدرسو طالبان، د پوهنتون محصلین او نوري د نفاق خبري شروع سوې.

افغانان یوې اوبلي خواته ولاړل، پوهنیز، ښوونیز او اکاډمیک ځایونه په سنګرونو بدل سول، د هیواد لوی او سوداګریز ښارونه به نیمه ورځ تړلي  او کله ناکله به د جګړو له لاسه په اونیو اونیو څوک خپل دوکان ته نه سو ورنژدې کیدلای

د ملي بیرغ پرځای بیلا بیلو بیرغونو، شعارونو او د یو ملت په بدل کي له لسهاوو ډلو ټپلو پر ټول هیواد خپل کرغېړن سیوری وغوړوی.

موسیقي چوپ سوه، سندرغاړي لکه د هوا مرغان والوتل او د جوړ هیواد کنډواله کولو ته پردیو مزدورانو لستوڼي راپورته کړل.

زموږ دغه خوږ ژبی سندرغاړي هم د نورو هیوادوالو غوندي کډه په شا کړه، ګاونډي هیواد پاکستان ته واوښت، خو دستې نژدې يې په چمن ښارګوټي کي واړوله، ترڅو د کندهار هوا ورڅخه مښلي او که سیاسي حالات سم سول، نو سمدستي به بیرته خپل هیواد ته ستون سي، خو دادی نژدې دیرش کاله کیږي، چي په همدې تمه د کډوالۍ ترخې شپې سبا کوي.

دلسوزد پردي هیواد په پردیو کنډوالو کي هم د سندرو لمن نه ده پرې ایښي اوله پلرنۍ مېني څخه د لیري والي زړه سوی يې په قابو کړی دی.

په دغسي ترخو حالاتو کي هم د کندهاریوشمیر کډوال هنرمندان دده په میلمستون کي تراوسه سره راټولیږي  او د کندهارۍ موسیقۍ سره د زړو هندي فلمونوپرسندرو جوړسويو طرزونو خپل زړونه ټکوروي.

که څه هم پر دلسوز اویا پسرلیه تیرسوي دي، لیکن بیاهم وخت ناوخته یو دانه مانه غزل وايي او زړې سندري په ټیپ ریکاډر کي اوري، چي همدا سندریز شور يې یو ګړی د ځواني په خیالي ټال کي زاړه یادونه ور تازه کوي.

دلسوز وايي، اوس چي کندهارۍ موسیقي اوري نو ترډېره بازاري سوې اود اوریدولو نه ده  اویوداسي بې ځایه شور او شرنګ دکندهارۍ موسیقۍ په نامه ږغیږي، چي نه يې په شعرڅوک پوهیږی، نه يې د سندرغاړي ږغ سم اوریدل کیږي اونه د موسیقۍ الات د انسان پر غوږ سم بیلیږي، چي دا اوس څنګه سره پيوندوي؟ بس یوازي د موسیقۍ درز او دروز وي، نورهیڅ هم نه سته، کندهارۍ موسیقی داسي نه وه اونه داسي ده.

«ټول نه، اکثره يې مبتذل شعرونه، ګډوډه موسیقي او بې سُره ږغ هغه څه دي، چي ګرسره د کندهارۍ موسیقۍ په نامه ورته ویل شرمیږم.

زموږ کندهارۍ موسیقۍ په دنیايي سویه ځان ته شهرت او خوند درلودی، خو اوس يې البوشاکه  لانه سته. »

ځیني اوسني کندهاري موسیقۍ ږغوونکي او سندرغاړي هم له ښاغلي دلسوز سره همږغي دي او مني، چي کندهارۍ موسیقي ورځ تربلي مخ پرځوړروانه ده.

دوی له اطلاعاتو کلتور ریاست څخه غواړي، د کندهارۍ موسیقۍ پر اوسني حالت زړه و سوځي، که نه ،نو راتلونکی يې له تاریکیو سره مخ دی.

د کندهار د اطلاعات کلتور په ریاست کي د هنر او ادب د څانګی مسؤلین او د کندهاري هنرمندانو د ټولني نوې رهبري وايي، په دې هڅه کي دي، چي کندهارۍ موسیقۍ له روان مخ پرکښته حالت څخه وژغوري او په دې لارکي زیارایستونکی کسان د خپل توان په اندازه ونازوي.

دیادي ټولني مسؤل او پېژندل سوی سندرغاړي نعمت الله کندهاری راته وویل،  لومړی هڅه داده، چي د ښاروالۍ ریاست لخوا هغه چاته د فعالیت جوازلیک ورکړي، چي په رښتیا هنرمند وي.

کندهاری زیاتوي، هیڅ چاته به اجازه نه ورکړي، چي غیري اخلاقي خبري د شعر په نامه په محفل یا کیسټ کي له موسیقۍ سره یوځای خپرې کړي.

د کندهاري هنرمندانو اتحادیه ژمنه کوي، چي د ځوانو کندهاري موسیقۍ ږغوونکو او سندرغاړو په روزنه کي به هم یو ګړی ارام نه کښېني، ترڅو کندهاریوځل بیا د ښې موسیقۍ او وتلو سندرغاړو خاوند سي.

۲۰۱۶ – ۱۰ – ۱۹ چهارشنبه کندهارښار، چوڼۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *