تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن /دوشنبه/ د کندهار د معروف ولسوالۍ د نیولو لپاره د طالبانو منظمه حمله ناکامه کړه.

معروف د کندهار یوه پراخه او له ستراتیژیک نظره مهمه ولسوالي ده.

راپورونه وايي چې په معروف ولسوالي کې افغان امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی محمد نجیب الله رسنیو ته وویل«د طالبانو د حملې د ځپلو لپاره له هوايي ځواک څخه مرسته وغوښتل شوه. یو شمېر طالب قوماندانان او شاوخوا ۳۰ نور یاغیان ووژل شول.»

تر دې وړاندې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ادعا کړې وه چې طالبانو د معروف ولسوالي پوستې نیولي او ۱۲ امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

د کندهار په ولایتي شورا کې د معروف استازي جانان ګلزي هم ویلي و چې طالبانو معروف ولسوالي نیولې ده.

خو د کندهار امنیتي چارواکي د طالبانو لاس ته د دې ولسوالۍ د کښېوتو خبرونه ردوي او وايي چې طالبان یې پسې اخیستي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *