تاند- د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د بندیانو د شکنجه کولو په اړه د ملګروملتو د شکنجې ضد کمېټې ادعاوې رد کړې.
جنرال عبدالرازق وايي، اسناد لري چې د ملګروملتو دې ادارې په ده باندې د شکنجې او د زندانونو د لرلو تورونه د پاکستاني عناصرو په اشاره لګولي دي.
د ملګروملتو د شکنجې ضد کمېټې په کندهار کې د بشري حقونو پر ناوړه وضعیت اندېښنه وښوده، ویې ویل چې په دغه ولایت کې بندیان په بې رحمانه ډول شکنجه شوي او په دې خاطر باید د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق محاکمه شي.
خو جنرال رازق د ملګروملتو د شکنجې ضد ادارې تورونه بې اساسه وبلل، ویې ویل چې نه شخصي محبس لري او نه یې بندیان ربړولي دي.
د کندهار ځینې اوسېدونکي د پولیسو له لوري له بندیانو او تورنو کسانو سره سخت او ځپونکی چلند نه ردوي خو وايي چې همدې ډول چلند د کندهار د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته کړې ده.
دملی اتل تخریب دپاکستان اودهغه قسم خوړلو تالی څتوله خوا سرته رسی – که چیرې یې باکستانی جواسیسو ته دارنګه سزا ورکړی وی ولی دالاس پوڅې ادارې په پاکستانی جیلونوکې چې افغانان ډول – ډول ربړوی آن وژنی يې لکه ملا داد اله – څه هغه انشان نه وه چې دوی پټه خوله دي – دااتل رښتیا وايي چې داد پاکستانی کړیو کار دی ولی پخوا له سرحدی لانجې داتور نه څیړل کیده چې اوس ورپه یاد شو – مړه دوي دبشر دحقوقو په نوم جواسیس اوتالی څټی
تاسو کله کوم کس لیدلی چی خپل ځان پرضد راپور او تور تایید کړی وی او وییلی وی چی هو بالکل داکارونه ما کړی او تاسو ریشتیا وایاست