د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

تاند- د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، لږترلږه ۶ طالب مشران د خپلو کورنیو له غړیو سره له کوټې ښاره وتلي او هلمند ولایت ته راغلي دي.

جنرال رازق پرون د لسو ولایتونو د مشرانو او دیني عالمانو غونډې ته همداراز وویل چې د طالبانو یو شمېر نور مشران، چې غوښتل یې د بلوچستان ایالت له مرکز له کوټې ووځي د پاکستان د پوځ له لوري نیول شوي او بندیان شوي دي.

جنرال رازق وايي، د نیول شویو طالب مشرانود کورنیو د غړیو په اړه هیڅ راز معلومات نشته.

رازق ونه ویل چې هلمند ته د طالب مشرانو د لېږدېدو او د پاکستان له لوري د یو شمېر نورو د نیول کېدو علت څه دی خو د ده تر څرګندونو وړاندې په ځینو راپورونو کې ادعا شوې وه چې د طالبانو د مشرتابه شورا ممکن له پاکستانه ووځي او غالباً به په هلمند کې ځای پر ځای شي.

د هلمند له مرکزه پرته نورې اکثره برخې د طالبانو په کنټرول کې دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو د ویندوی ذبیح الله مجاهد په قول ویلي و چې د طالبانو مشران څو میاشتې پخوا هلمند ته لېږدېدلي دي.

د کندهار امنیه قوماندان، چې د سولې په اړه غونډې ته خبرې کولې، له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي.

ده روسیې ته د طالبانو د پلاوي په سفر اندېښنه وښوده او دا خبر یې د شرم وړ وباله.

طالبانو تراوسه پوري مسکو ته د پلاوي لېږل تایید یا رد کړي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *