تاند- د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي چې د دغه ولایت په هوايي ډګر کې یې د پاکستان له جګپوړو پوځي چارواکو سره د ترهګرو د ځپلو په باب خبرې کړي دي.
د کندهار امنیه قومندان نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پنجشنبې په ورځ یې د کندهار په هوايي ډګر کې له جګپوړو پاکستاني پوځیانو سره د ډیورند د کرښې په دواړو خواوو کې د ترهګرو د ځپلو او له منځه وړلو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
د کندهار امنیه قومندان وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دواړه خواوې د ترهګرو پر له منځه وړلو سلا مشوره کوي.
عبدالرازق پخوا د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قومندان و.
قومندان رازق د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دریځ کې بدلون ته خوشبیني ښکاره کړه، ویې ویل:«پاکستان به دا ځل په صداقت د ترهګرو په له منځه وړلو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.»
نوموړي يادونه وکړه چي له پاکستان سره به دا ډول غونډې دوام وکړي.
رازق د طالبانو پر ځای د اسلامي دولت یا داعش د فعالیت د زیاتېدو په اړه وویل:« د جنوبي زون هيڅ سيمې ته د داعش جنګيالي نه دي راغلي، دا يوازې وازې او ذهنيت سازي ده. د سيمې استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان وسله والو مخالفانو ته د داعش نوم ورکړي.»
د کندهار امنیه قومندان، چې ویل کېږي پاکستاني ضد دریځ لري، په وروستیو کې په ښوراوک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان په خاوره کې د دولت وسله وال مخالفان تعقیب کړل او ډزې یې پرې وکړې. خو پاکستان عکس العمل ښکاره نه کړ.
بري مو غوارم .
دا پاکستان ده له دے سرہ ڈیر پامکول پکاردی..
پنجابکی داسی یو قوم دی چه امریکا او انگلیس ته بازی ورکوی چه په هغه ملکونو کی شیطانان دیپلوم ا خلی نومونگ غوندی پاک دل افغانان خو بیخی ژیر خطاباسی.
ههههههه
اول خویی طالبان په پاکستان ورتپل
اوس یی چه شوړه اووهله نو دخپلی خاوری څخه هم پاکستان ته تیر سو