تاند- په کندهار ښار کې د تېر ماښام چاودنې لږترلږه ۳ تنه ووژل او ۱۳ نور ژوبل کړل.
د کندهار چارواکو دا چاودنه د انتحاري حملې نتیجه بللې او ویلي یې دي چې په دې برید کې، چې تر روژه ماتې نیم ساعت مخکې د کندهار د نوي سړک په څلور لارې کې وشو، د یوه سرتېري په ګډون دوه ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ملکیان، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې حمله کوونکی په موټرسایکل سپور و.
د کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي:« د اسلام او دين دښمنانو تل هڅه کړې چي د خوار او غريب ولس په منځ کي له وحشت، دهشت، افراطيت، کرکې او نفرت څخه ډک بريدونه او ناروا کړنې ترسره کړي. دوی پخپل دې وحشيانه اعمالو ښيي چي نه د انسانيت او نه د اسلام درناوی لري.»
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویندوی ضیا درانی وايي چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه ده خو په ټپیانو کې دوه پولیس او ۱۱ عام ښاریان دي.