20130713_121521

محمدصادق رښتینی – ۵۵ کلن امیر محمد چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی دی غواړي چې پر بایسکل د ایران او کویټ هېوادونو له لارې عربستان ته سفر وکړي.

امیر محمد وايي، له دې مخکې يي څو ځله پاکستان ایران او دغه راز پلازمینې کابل او د لغمان ولایت ته يي پر بایسکل سفرونه کړي.

د نوموړي په وینا عربستان ته يي د سفر هدف د مکې معظمي زیارت کول او دغه راز نړېوالو ته د سولې پیغام رسول دي:

زه مخکې هم کراچی ته تهران ته کابل جلال اباد ته لغمان ته پر بایسکله تللی یم دا اوس چې د عربستان د ویزې اخیستلو لپاره هم  کابل ته پر بایسکل تللی وم.”

امیر محمد وايي، دولتي چارواکي د ویزې په اخیستلو کې ورسره لازمه همکاري نه کوي.

د نوموړي په وینا له دې وجې خپل د سفر د پیل دقیق وخت نه شي ټاکلای.

4 thoughts on “د کندهار اوسیدونکی امیر محمد پر بایسکل عربستان ته سفر کوي”
  1. خدای تعالی دې د بایسکل د ټایرونو ټوپان کلک او مضبوط لره خو که کیدای شي کوم څوک ورته یو جي پي اېس دی که جي پي آر اېس واخلي او چل یې ورته وښیي چې څنګه لاره پیدا کړي ډېر به ښه وي.

  2. یاره ستا لنگی ته چی زه گورم فکر نکوم چی ستا بایسیکل به د کویت شمال ووهی ته دا روژه وگوره ته ستا دا 14 مادل پخوانی بایسیکل

  3. زه په دی کندهاری باندی پوره باوری یم چی دی به وکولای شی چی عربستان ته به په همدغه بایسکیل باندی ولاړ شی ځکه دوی ډیر ټینګ عزم لری الله دی توفیق ورکړی

  4. الله پاک دی توفیق در کړی چی د ټولی اسیا منظره پر خپل بایسکل وکړی خو د ویزی اخیستل به دی مشکل سی پدی حکومت کښی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *