تاند- د کندهار خلک نن /شنبه/ د ولسي جرګې لپاره خپل استازي ټاکي. کندهار په ولسي جرګه کې ۱۱ استازي لري.

په کندهار کې د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان له ۳۲ نورو ولایتونو سره په یو وخت د ولسي جرګې انتخابات ونه شول ځکه چې تر انتخاباتو دوې ورځې مخکې په یوه خونړۍ نفوذي حمله کې د کندهار امنیه قوماندان، د ملي امنیت رييس او یو خبریال شهیدان شول او د والي په ګډون لږترلږه ۱۳ تنه نور ژوبل شول.

حکومت د کندهار د خلکو په غوښتنه د کندهار انتخابات یوه اوونۍ وځنډول.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ژمنه کړې چې هغه تېروتنې به نه تکراروي چې د تېرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې په انتخاباتو کې وشوې.

په کندهار ښار کې له پرون راهیسې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي، په ښار کې موټر او موټرسایکلونه نه پرېښودل کېږي او هر ځای د تلاشي پوستې ځای پر ځای شوي دي.

په کندهار ښار او ۱۵ ولسوالیو کې یې څه باندې ۵ لکه تنو د رای ورکوونکو په توګه نومونه لیکلي دي. د دغه ولایت په ۲ نورو ولسوالیو نېښ او معروف کې د ناامنۍ له کبله نوملیکنه نه ده شوې.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د کندهار په ۱۳ مرکزونو کې رایبکسونه نه ږدي ځکه چې د امنیت پوره ډاډ نه دی ورکړل شوی.

د کندهار ډېر اوسېدونکي له ځینو خپلو پخوانیو استازو راضي نه دي او وايي چې په انتخاباتو کې ګډون له دې کبله هم ضروري دی چې نوي او تکړه استازي غوره کړي.

که د کندهار ننني انتخابات بریالي ترسره شي او هغسې ستونزې پکې تکرار نه شي چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ ولیدل شوې، نه یوازې دا چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اعتبار له بېرته ښه کېدو سره مرسته کوي، بلکې په غزني ولایت کې هم انتخاباتو ته لار هوارولی شي. که د کندهار تجربه بریالۍ وه، ممکن په غزني کې انتخابات ژر ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *