لېډينګ سټوري/ اداره
د ۱۳۹۴ کال جوزا پر څلورم ماښام دوو تنو ځانمرګو د کندهار پر عالي دارالمعلمین برید وکړ او د لیلیې تعمیر ته وختل، دوی شاوخوا ۱۸- ساعته مقاومت وکړ او د جوزا پر پنځمه غرمه مهال د افغان امنیتي ځواکو له خوا له منځه یووړل شول، په دغه برید کې د یوی ملکې ښځې په شمول پنځو تنو ته مرګ
ژوبله واووښته خو دقیق رقم یې نه شو څرګند، له نېکه مرغه چې خپله د دارالمعلمین منسوبینو او شاګردانو ته زیان و نه رسېد خو شاوخوا ۶ میلیونه افغانۍ مالي تاوان یې ورپېښ کړ، ریاضي او پښتو ډیپارټمنټونه یې یو مخ له ټولو اسنادو سره ایره- ایره شول او نور نو د ټول تعمیر یو اطاق هم روغ پاته نه شو.
تر دې مخکې د همدغه کال د ثور پر ۲۶- مه د شنبې ماښام پر ۷- بجې په کابل پوهنتون کې له ساینس پوهنځي سره چاودنه وشوه چې دوه استادان یې زخمي کړل، د دې پېښې ډیر جزئیات ښکاره نه شول، که څه هم د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې دا یوه د ګازو ډبه وچاودله خو دا ځکه د منلونه ده چې د ګاز ډبې چاودنه دومره زوروره نه وي او د دې چاودنې ږغ تر لیرې واورېدل شو.
تېر کال هم د عاشورا په شپه د کندهار ولایت مرستیال عبدالقدم پتیال په کندهار پوهنتون کې په داسي حال کې شهید کړه شو چې درس ته ناست وو، په دغه پوهنتون کې پخوا هم چاودونې شوي، خلک یې مړه او زخمي کړي اوهم ځانمرګې سدرۍ او نورو چوونکي توکي میندل شوي دي.
دا ټولي پيښي یو څرګند پیام او روښانه معنا لري او هغه دا چې د افغانستان او افغان انسان دښمنان غواړي زموږ هیواد ته پر داسي ځای کاري ګوزار ورکړي چې د ټول عمر لپاره یې فلج کاندي، تعلیمي موسسات د یوه هېواد ستون فقرات جوړوي، کله چې د ملا تیر له کاره ولویږي نو بیا ټول وجود فلجیږي، که تعلیمي ادارې معیوبي شي نو بیا د ټول وطن خیر نشته.
د افغانستان د ډیرو نورو بدبختیو ترڅنګ یوه لویه غمیزه دا هم ده چې په تیرو څلورو لسیزو کې زموږ د خاورې تاریخي غلیمانو، په تېره بیا ایران و پاکستان او پاکستان خو په بېخې مخامخ او سپین سترګې توګه زموږ ټول علمي و فرهنګي بنسټونه ونړول، د ټولو یاد دي چې د افغان- شوروي جنګ پر مهال به یې مجاهدینو ته دستور ور کاوه چې په تعلیمي ساحه کې ډار واچوي، د شاګردانو پرمخو به یې تېزاب پاشل، معلمان به یې وژل او مکتبونه به یې د کفر د ځالو په نوم نړول چې له بده مرغه زموږ په عامه ذهنیت کې لا تر اوسه د هماغه وخت د ظالمانه او نا انساني تعلیم ضد تبلیغاتو ناوړه تاثیرات پاته دي او یو شمېر خلک مو ښوونځي و پوهنتون ته په ښه سترګه نه ګوري.
له بده مرغه د افغانستان د ښمنان اوس په لا زور جاهلانه تلاښونه کوي چې له ښوونیز نظام څخه مو د خلګو زړونه تور کړي خو نور افغان انسان خپل دوست و دښمن ښه پېژندلی او د خپلو غلیمانو د بشر ضد تبلیغاتو تر اغېز لاندي نه راځي.
د کندهار دارالمعلمین ځوان رئيس محمد فهیم رفیق، چې له دغه تعلیمي موسسي څخه یوه بېسارې منظمه او کامیابه بېلګه جوړه کړې وه، په داسې حال کې چې د خپل نازنین دارالمعلمین د اسنادو، کتابو، سامان آلاتو او ساختمان ایرو او خرابو ته یې په حسرت کتل، بدلون اونیزي ته وویل : ډیر زور غواړي چې په خپل لاس، د استادانو او شاګردانو په مرسته دې یوه بې مثاله بریالۍ اداره جوړه کړې وي او اوس یې د دوړو او ایرو سیل کوې خو موږ نه تسلیمېدونکي یو، موږ به نورې نه ستړي کېدونکې هڅې وکړو او تر پخوا به یې په لا ښه او ښایسته ډول بیا ورغوو او په وطن کې به د علم ډېوه ګل کېدو ته پرې نږدو.
ان شاءالله
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۷) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۱۳\ ۱۳۹۴