تاند- د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس او د والي سرپرست ویاند په دغه ولایت کې د تاریخي ودانیو د نړولو په اړه په ځینو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه رد کړل، ویې ویل چې دا ډول څرګندونې د مغرضو کړیو له لوري کېږي.
دواخان مینه پال نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وويل:« د ځينو مغرضو رسنيو له لوري په دې وروستيو کي د اطلاعاتو او کلتور رياست ته يو شمېر دسيسې جوړيږي.»
په وروستیو کې ځینو رسنیو ویلي و چې د حکومت د بې پامۍ له کبله د کندهار لرغوني او تاریخي اثار د له منځه تګ له خطر سره مخامخ دي.
ویل شوي چې د احمدشاه بابا کور ته څېرمه د ملاشال جومات ویجاړ شوی، همداراز په ډنډ ولسوالۍ کې د شېر سرخ بابا مقبرې ته څېرمه د نادر افشار کلا یوه برخه نړول شوې ده.
په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د نادر اباد تاریخې ښار څو خټین دیوالونه د نښې په توګه پاتې دي چې اوس د له منځه تلو په حال کي دي.
په وروستیو کې دواخان مینه پال د ملا مشال د تاریخي جومات ورانېدا تایید کړې وه او ویلي یې و چې په دې تړاو تحقیقات پیل شوي دي.
مینه پال دا هم ویلي و چې دا جومات د سیمې د خلکو په خوښه نړول شوی او یو شمېر کسان په دې ارتباط نیول شوي دي.
خو نن ښاغلي مینه پال وویل، په کندهار کي يو شمېر زړو دېوالونو او ځايونو ته د تاريخي اثارو نوم ورکول کيږي او اطلاعاتو او کلتور رياست يې په بې کفايتۍ او بېغورۍ تورنيږي، چي ښه بېلګه يې د نادراباد کلا په نوم يوه سيمه ده چي په هيڅ صورت تاريخي ابده نه ده.
د مينه پال همداراز وویل: “موږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاريخي اثارو له رياست څخه د کندهار د تاريخي ابداتو بشپړ ليسټ راوغوښت، په دې ليسټ کي د لرغونپوهانو له خوا د کندهار ټول تاريخي ابدات ثبت سوي دي. په ليسټ کي له ذکر سوو تاريخي ابداتو پرته نور زاړه ځايونه تاريخي اثار نه دي.”
نوموړي وغوښتل چي د تاريخي اثارو په موضوعاتو کي بايد هره رسنۍ مخکي له مخکي له دغه رياست سره په تماس کي سي، تر څو د رپوټ کره والى ساتل سوى وي.
مينه پال داراز د کندهار پر ټولو اوسېدونکو ږغ وکړ چي کله نوى تعمير جوړوي، نو مخکي له مخکي دي له دغه رياست سره په تماس کي سي، تر څو د مځکي د کيندني پر مهال د دوى يو استازى هلته موجود وي. د هغه په خبره، ځيني وختونه داسي پېښ سوي چي د کيندنو پر مهال تاريخي اثار پيدا سوي، دا چي دا اثار خوندي سوي وي، بايد يو استازى موجود وي.
ښاغلي مينه پال په غونډه کي د يو شمېر محلي رسنيو پر ځينو مسايلو هم بحث وکړ.
د خبريالانو د ملاتړ يا نى ساحوي مشر عبدالسميع غيرتمل وويل، ٢٠١٤ کال د خبريالانو لپاره له خطرونو ډک کال و. هغه زياته کړه، په افغانستان کي له خبريالانو سره د تاوتريخوالي اړوند ٦٨ پيښي ثبت شوي، چي ډېرى يې د امنيتي منسوبينو اړوندي دي.
ښاغلي غيرتمل داراز يادونه وکړه چي که هر خبريال د امنيتي منسوبينو اړوند له کومي مسئلې سره مخ کيږي، بايد له اطلاعاتو او کلتور رياست، پريس کلب يا نى ساحوي دفتر سره په تماس کي شي.