تاند- د افغانستان حکومت د تېرې سې شنبې د تروریستي حملو د قربانیانو د یاد او له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د دوستۍ په نښه په کندهار کې د (شهیدانو) منار جوړوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل، کندهار او لشکرګاه د سې شنبې په تروریستي حملو کې د ۵ اماراتي دیپلوماتانو په ګډون د لسګونو افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو په خاطر نن /یکشنبه/ او سبا /دوشنبه/ د عمومي ویر ورځې اعلان کړي او د بهرنیو چارو وزیر ته یې دنده سپارلې چې په دې مناسبت له هیواده دباندې د افغانستان د سفارتونو او کونسلګریو بیرغونه نیم ځوړند کړي.

همداراز د ولسمشر په لارښوونه د دغو حملو د شهیدانو فاتحه په ارګ، بهرنیو هیوادونو او د هیواد په جوماتونو کې اخیستل کېږي.

متحده عربي اماراتو هم د خپلو ۵ دیپلوماتانو د وژل کېدو په خاطر ۳ ورځې ماتم اعلان کړی.

د دغه هیواد په ۵ دیپلوماتانو کې د یوه مړی نه دی موندل شوی او د دغه هیواد رسنۍ وايي چې دغه دیپلومات په هغه ځای کې ناست و چې چاودنه پکې وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *