خبرپاڼه –
نېټه: ١٣٩۵-۱۱-۲۷
کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب د نوي کال له رارسېدو سره د نيالګيو ايښودلو لړۍ پيل کړه. د نيالګيو ايښودلو مراسم په ملي راډيو-ټلوېزيون کي جوړ سوي ول چي د ولايت مقام د دفتر رئيس انجنېر شکيب مجروح، د زراعت رئيس حفيظ الله سعيد او خينو نورو رئيسانو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل چي سږ کال به په کندهار ښار او ولسواليو کي يو نيم ميليون نيالګي کښېږدي چي له دې سره به له يوې خوا سرسبزي زياته سي او له بلي خوا به د اورښتونو امکانات ډېر سي. ښاغلي منيب پر خلکو ږغ وکړ چي د نيالګيو په ساتلو او پاللو کي له ښاروالۍ، زراعت رياست او نورو ادارو سره همکاري وکړي.
د زراعت رئيس حفيظ الله سعيد وويل چي د سږ کال د نيالګيو ايښودلو کمپاين يې په ښار او ولسواليو کي راپيل کړی او ژمنه يې وکړه چي دا ځل به د خپل رياست له خوا ۲۲زره نيالګي کښېږدي. د دې تر څنګ پلان لري چي ۵زره جريبه مځکه باغوانانو ته د نيالګيو ايښولو لپاره په ۵۰ فيصده تخفيف ورکړي.
د کندهار سرپرست والي داراز له ملي راډيو ټلوېزيون څخه ليدنه وکړه او د دوی له رهبرۍ څخه يې خوښي وښوده. هغه ژمنه وکړه چي د ملي راډيو ټلوېزيون د مځکي د پراختيا لپاره به له مرکز سره خبري وکړي.