د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د ۹۶ یمي کلیزې په ویاړ:

ازادی او خپلواکی یو الهی نعمت دی، ورکول کیږی نه، بلکه اخیستل کیږی، دا ځکه د خپلواکی او ازادی په لرلو سره عزت، پرمختګ، خوښی او نیکمرغی نغښتی ده.

ددغه ستر نعمت ازادۍ د تر لاسه کولو په موخه د نړی په تاریخ کی میلیونونو ولسونو او وګړو د مبارزو او هڅو په لاره کی ستری قربانۍ ورکړی او د خپلو سرونو په ورکولو یی د خپلواکی او عزت ژوند ګټلی دی. زموږ پلرونو او نیکه ګانو هم د غازی الحضرت امان الله خان په مشری د انګریزی استعمار پر خلاف پاڅون وکړ په تش لاس او ایمانی جذبی د خپلواکی دښمن ته داسی ماتی ورکړه چی د هغوی یو مشر ویلی دی افغانان د اوسپنی ننۍ دی چی نه خوړل او نه یی چیچل امکان لری. هغه وو چی په ۱۹۱۹ میلادی کال کی د افغانستان خلګو د لوی برطانیی څخه خپله ازادی ترلاسه کړه، او انګریزان یې دې ته اړ کړل چی د افغانستان خپلواکی په رسمیت وپیژنی، وروسته د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د افغانستان ملی بیرغ (تور، سور، زرغون) د نړۍ په ګوټ ګوټ کی د یو خپلواک هیواد په توګه و رپیدی، چی سم دستی په هیواد کی د زده کړو، پرمختګ او بیا رغونی هڅی او چاری پیل سوی. له بده مرغه د افغانستان د خپلواکی دوښمنانو د افغان ولس پرمختګونه او ځلیدل ونسوای زغملا هغه وو چی په بیلابیلو دسیسو یی پیل وکړ او د خپلواک افغانستان په خلاف یی ناوړه تبلغیات په لاره واچول، د ګوډ ملا په شان یی پر غازی امان الله خان باندی د کفر تورونه ولګول او پخپله د یو شمیر هیواد ته د خاینو کسانو په ذریعه یی امان الله خان دی ته اړ ایستی چی خپل هیواد پریږدی او بهرنیو هیوادونو ته هجرت وکړي.

دا چی خپلواکی، عزت، میړانه، میلمه پالنه د افغان ولس ځانګړتیاوی دی هغوی ته پکار ده چی د دوستی او ورورۍ لاسونه سره وکړی او پخپل زیار خپل هیواد د اوږدی جګړی له زیانونو وژغوری، ځکه دا ثابته سوی چی ځیمی سمه ایز ملکونه پخپلو وعدو او ژمنو صداقت نلری او موخه یی یوازی خپلی ګټی دی، دغه راز تیرو جګړو او مخالفتونو څخه هم څرګنده سوه چی جګړه ګټه نلری نو افغانان باید د جګړی پر ځای د سولی پروسی ته پاملرنه وکړی. او د خپل هیواد د ژغورلو په فکر کی سی، هغه کسان چی تیروتلی دی او د خپلو هیوادوالو په خلاف یی وسله اخیستی ده د جګړی لاس واخلی، د خبرو او تفاهم لاره ونیسی، خپلی ستونځی وړاندی کړی او په ګډه د سولی پروسی سره د یو ځای کیدو پریکړه وکړی او خپلو کورونو ته راسی او د نورو هیوادوالو تر څنګ د خپل هیواد د امنیت، بیا رغونی او پرمختګ په لاره کی ګډ کار وکړی، تر څو د ازاد ژوند په لرلو د سولی او سوکالۍ ګډ ژوند پیل کړی.

په پای کی د سولی ولایتی شورا ټول غړی، د دار الانشا ټیم کارکونکی د هیواد د خپلواکۍ د ۹۶ کلیزه په ویاړ ټولو هیوادوالو په ځانګړی توګه د کندهار ولس ته د زړه له تله مبارکی وایی. الله ج دې وکړی چی افغانان د جګړې له زیانونو څخه د تل لپاره نجات ومومي.

تل او ویاړلی دی وی د هیواد د خپلواکی د بیرته تر لاسه کولو ۹۶ کلیزه

په درنښت

د سولی د ولایتی شورا رئیس

حاجی عطا محمد احمدی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *