تاند- د کندهار ولایت لپاره د ۳۰ میګاواټه لمریزې برښنا قرارداد نن /یکشنبه/ په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت دا قرارداد له دوو کمپنیو کنسټرکشن۷۷ او زولرستان بېوا سره لاسلیک کړ.
پر دې پروژې څه باندې ۴۷ ملیون ډالره لګښت راځي چې په سلو کې ۴۶ اعشاریه ۴۷ یې د افغانستان حکومت او ۲۵ اعشاریه ۳۴ نور یې پانګوونکې ورکوي.
د افغانستان برښنا شرکت به د دغه لمریز برښناکوټ برښنا د ۲۰ کلونو په مخه پیري او وروسته به برښناکوټ په بشپړ ډول دغه شرکت ته سپارل کېږي.
د برښنا شرکت په وینا دا برښناکوټ به برښنا نه زېرمه کوي او یوازې به د ورځې په مخه د تولیداتو لپاره صنعتګرو او سوداګري سیمو ته برښنا ورکوي.
دغه راز به د افغانستان حکومت د صنعت د ودې او له صنعتګرو سره د همکارۍ لپاره په هر کیلو واټ کې ۶ اعشاریه ۵ سینټه سبسیډي ورکوي.
تر دې وړاندې سږ کال په کندهار کې د یوه بل برښناکوټ د جوړولو چارې پیل شوې چې۱۰ میګاواټه لمریزه برښنا به تولیدوي او ټاکل شوې ده چې ژر یې کار بشپړ شي.