تاند- د کندهار ولایتي چارواکو د دغه ولایت د غورک ولسوالي د نیولو په اړه د طالبانو ادعا په ضمني ډول تایید کړه.
وسله والو طالبانو ویلي چې غورک ولسوالي یې پرون /دوشنبه/ په کامل ډول نیولې ده.
طالبانو څو میاشتې پخوا هم د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې وه خو چارواکو هماغه وخت د طالبانو ادعا رد کړه.
غورک د کندهار د نورو ولسوالیو په پرتله ناامنه ده او د دې ولسوالۍ او د هلمند د ګریشک ترمنځ لار د وسله والو طالبانو له لوري له یو کال راهیسي په ماینونو فرش شوې چې له کبله یې د غورک اوسېدونکي له سختو کړاوونو سره مخامخ دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي پرون رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې ادعا وکړه چې طالبانو له ۳ میاشتې محاصرې وروسته د دولتي ځواکونو لیکې ماتې کړې او د ولسوالۍ مرکز ته ننوتل.
احمدي همداراز ویلي، طالبانو د غورک ولسوالي د نیولو په جګړه کې شاوخوا ۲۰۰ امنیتي ځواکونه وژلي یا ټپیان کړي دي.
د کندهار امنیه قومانداني وايي چې پرون یې د غورک ولسوالي مرکز د هجران کارېز ته یووړ ځکه چې دا سیمه ګڼ نفوسه ده.
د هجران کارېز د ولسوالۍ له مخکیني موقعیته ۱۲ کیلومتره لېري دی.
د افغانستان حکومت تر دې وړاندې هم په فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د ولسوالیو مرکزونه د طالبانو د فشار له کبله بدل کړي دي.
غورک ولسوالي، چې د کندهار له مرکزه ۱۸۰ کیلومتره لېري د هلمند او اروزګان په پوله کې پرته ده، ۵ کاله د وسله والو طالبانو په لاس کې وه خو ۳ کاله وړاندې طالبان ورڅخه وایستل شول.