د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره

د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

خبرپاڼه

د کندهار مرستيال والي عبدالقديم (( پتيال )) د شهادت په اړه د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام!

۱۳۹۳کال د لړم ۱۱ مه نېټه

     په ډيرې ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن ماښام  د کندهار ځوان مرستيال والي عبدالقديم ((پتيال)) هغه مهال د يوه وسلوال بريدګر په ډزو ژور ټپي شو، چې نوموړی د کندهار په پوهنتون کې په زده کړو بوخت وو او وروسته يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

انالله  و انا اليه راجعون.

شهيد عبدالقديم (( پتيال ))  نه يوازې دا چې د کندهار ولايت مقام مرستيال وو، بلکې نوموړی پياوړی شاعر، ليکوال، او د هغو په هېواد مينو او خدمتګارو ځوانانو له ډلې يو پياوړی ځوان  شخص وو، چې غوښتل يې د خپل خواږه عمر زياته موده ددې هېواد جګړه ځپلي ولس په خدمت کې تيره کړي، د  نوموړي شهادت نه يوازې د لوی کندهار ولسونو ته، بلکې ټولو هېوادوالو ته يوه ستره او نه جبرانېدونکي ضايعه ده، زه د پکتيکا د سرپرست والي په توګه د پکتيکاوالو په استازيتوب د ارواښاد عبدالقديم (( پتيال ))  د شهادت له امله د هېواد ولسمشر جلاالتماب دوکتور محمداشرف (( غني )) ، د سيمه ييزې حکومتولۍ مشرتابه، د کندهار والي، ټولو هېوادوالو او په ځانګړي توکه د شهيد پتيال درنې کورنۍ ته د خواخوږۍ او ډاډکيرنې مراتب وړاندې کوم، ارواښاد ته د لوی خدای ج له دربار څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتوونکی يم

روح دې يې تل ښاد وي

محب الله صميم

د پکتيکا سرپرست والي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *