په ۲۰۰۵ کي د ټول لوی کندهار د کانکور ګډونکونکي څه باندي ۳سوه کسان ول، یواځي د مزارشریف دا څه باندي ۶زره کسان ول. اوس هم عین تناسب موجود دی ۲زره د کندهار څخه دي د مزار څخه دېرش زره ګډونکونکي دي.
د تېر حکومت د معارف د وزارت معین صدیق پتمن اوس وايي چي کله په ۲۰۰۱ کي نوی حکومت راغلی په کندهار کي موږ تر مزارشریف معلمین او د معارف پرسونل ډېر درلودلل. د کندهار معارف د یو سیاسي دسیسې پر اساس شنډ سوی دی. دا خبره ښاغلي پتمن د طلوع تلوېزون په یو ګردې مېز کي وکړله چي یو ګډونکونکی یې د کندهار د ولایتي شورا محترم وکیل سید احمد سېلاب هم وو.
دا سیاسي دسیسه څه کېدای سي؟
په دې سیاسي دسیسه کي یواځي د کندهار معارف شنډ نه سو بلکي د کندهار د خلګو کلتور، رواجونه، اخلاق، د اوسېدو طرز یې ټول ور بدل کړل. په دې دسیسه کي لمړي د ښار او (۱۷)ولسوالیو په زرګونو قومي مشران ترور سول. چي د دې ترورونو لمړی تورن مرحوم احمدولي کرزی ګڼل کیږي؛ ځکه ګڼ شمېر شواهد سته چي شخصاً احمدولي کرزي خلګو ته اخطارونه ورکړي او بیا وژل سوي دي؛ حتا د احمدولي کرزي سره په جېب کي د وژل کېدونکو خلګو لیستونه ور سره ول.
په تېر حکومت کي د د نیا د تاریاکو کښت ۹۵ فیصده محصول افغانستان ورکوئ چي د لوی کندهار تاریاک ټول د احمدولي کرزي پر لاس را ټولېدل او د نړیوالي مافیا سره یې لاس پر لاس کول؛ د کندهار ګڼ شمېر د تاریاکو کښتګر پر دې کار اوس هم شاهدي ورکوي.
(عینو مېنه)
د سیاسي دسیسې هغه مهمه برخه چي د کندهاریانو پر اخلاقو او کلتور یې کلک د مارتول ګذارونه وکړل(عینو مېنه)
د کندهار ښار ته د افغانستان د نورو منطقو په څېر هم د امریکایانو بې شمېره پیسې په مختلفو نومونو راغللي، حتا تر نورو منطقو اضافه پیسې راغللې. نوي عام خلګ بډای سول، د کندهار خلګو د نورو ولایاتو په نسبت د پخوا څخه هم ډېره سرمایه درلودله. د خلګو څخه د دغه سرمایې د ټولولو لپاره د (عینو مېني ښارګوټي په نوم) طلایې دام(تلکه) جوړ سو. دې طلایي دام د کندهار د ښار د خلګو پر اخلاقو او ژوند داسي تاثیرات وکړل چي د پښتنو په تاریخ کي یې بېلګه نه ده لیدل سوې.
مادي اړخ:۱-
الف: د عینو مېني مځکه لمړی د دولت څخه احمدولي کرزي غصب کړله، یو لږ برخه یې د عوامو څخه لکه د سیدانو مځکي احمدولي کرزي غصب کړلې. د کرزي په وخت کي د دفاع وزارت پر دغه مځکه دعوه وکړله ځکه دا د (قشله جدید مځکه) وله. کرزي خپل لوی څارونوال و رته راوستوی. تر څو دا مځکه د کرزي کورنۍ ته حق او حلاله وبولي. د کرزي ورڼو یې ښه پر ارامه جریب څه باندي په دېرش زره ډالره خرڅوي. د ټول کندهار پیسې یې وزبېښلې. د صنعت څخه یې خلګ را وګرځول. امید دی چي یو وخت به دولت د دې مفتي مځګي خرڅونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
ب: کومي پروژي چي د ټول کندهار لپاره راتللې هغه حامد کرزیانو د دولت په زور په عینو مېنه کي تطبیقولې. د ټول کندهار حق یې هلته خوړی. کندهاریان باید درې دورې په یاد ولري؛ لمړۍ دوره د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ پوري چي عینو مېنه او احمدولي کرزی نه وو، د کندهار په ښار کي تر حد زیات انکشافي کارونه وسول. دوهم د احمدولي د مرګ وروسته د ښاروال مرحوم حمیدي تر رهنمايي لاندي د کندهار په ښار کي ډېر کارونه وسول. دریمه دوره اوسنۍ ده چي د حامد کرزي انډیوال توریالی ویسا او د حامد کرزي ښاروال لیري سول. بیا د پروژو مصرف پر ټول کندهار کیږي، یواځي عینو مېني ته نه اختصاصږي که څه هم د ټول کندهار د کرکیټ میدان یې بیا د پخوا په څېر یواځي د عینو مېني لپاره اختصاص کړی دی.
د عینو مېني د جوړېدو لپاره تر ۲۰۱۱پوري شخصاً احمدولي کرزي د کندهار ډېر خلګ تهدید حتا ووژل چي نور ښارګوټي جوړ نه کړي، د ښاروالۍ په توسط یې په ټول ښار کي د یو دېوال د جوړېدو مخنیوی هم تر خپله وسه کوئ.
د عینو مېني د کامبیابه کېدو لپاره احمدولي کرزي د کندهار ښار سخت نامن کړ د چمني په نوم یو اختطاف کونکی یې د خپلي ډلي سره ګمارلی وو تر څو د ښار څخه کوچنیان و تښتوي. په دې ډول ټولو بډایو خلګو عینو مېني ته پناه ور وړله.
اوس چي د احمدولي کرزي میراث ګرو ته عینو مېنه پاته ده هیڅ ډول عامه خذمتونه(مکاتب، مساجد، کلینیکونه…جوړول) یې هغه بډایو خلګو ته نه دي کړي چي د پناه ور وړلو په شرط یې وعدې ور سره کړي ولې.
په نتیجه کي د کندهار د خلګو پیسې په دې ډول د حامد کرزي کورنۍ ټولي کړلې او تقریباً ټولي یې په هغو الوتکو کي ډوبۍ ته انتقال کړلې چي د کندهار څخه به یې ډوبۍ ته سفرونه درلودلل. د حامد کرزي د کورنۍ نهايي هدف همدا وو نه ښار ته خذمت که نې د داوودخان ماسټر پلان ثابت پروت دی، حتا د نوي د کندهار د ښار ماسټر پلان هم موجود دی. خو په هغه کي حامد کرزیانو پیسې ډوبۍ ته نه سوای انتقالوالای، ښار لا ښایسته کېدی، کندهاریان لا مستریح کېدل. په عین حال کي حامد کرزیانو دا اوازه هم اچولې ده چي احمدشاه بابا دا اوسنی ښار را نقل کړی وو، اوس موږ یې د عینو مېني خوا ته نقلوو. دا خدای خوار کړي نه تاریخ لولي نه یې د کندهار د ښار مهندسي سره رابطه سته. احمدشاه بابا د کندهار ښار په لوچګۍ، د خلګو په وژلو او بې انصافۍ نه وو جوړ کړی. احمدشاه بابا په ډېر انصاف د ارغنداب د رود پر غاړه د ښار جوړولو غوښتنه د الکوزو څخه وکړله، د هغوی خپله رضا وه، مځکه یې ور نه کړله، بیا یې د بارګزو څخه غوښتنه وکړله، هغوی هم ور نه کړله خو اخر پوپلزو مځکه ورکړله دا اوسنی ښار یې پر جوړ کړ چي د خپلي مور بي بي په مشوره یې په منځ کي اوسنی پاتاو د ښار د ښکلا لپاره د اوبو یو کانال جوړ کړ. د احمدشاه بابا نوم چي دا خلګ په خوله اخلي د ځانه دي وشرمېږي. دوی که لږ انصاف او د کندهار د خلګو درد پېژندلای د احمدشاهي ښار تر لس زیاتي تاریخي او د صنعت اثار جامع ګاني دي یې ساتلي وای، د احمدشاهي ښار تارخي کورنه دي یې استملاک کړي وای. مهندسي دي یې بیا رغولې وای. د هغه په توسط به په افغانستان کي کندهار د سیاحانو مرکز ګرځېدلی وای. دوی تر نن ورځي د کندهار د اوسني ښار کانالیزاسیون د یو غیر معیاري مهندسیو د کورو (عینو مېني) په مقابل کي لا جوړ نه کړ.
معنوي اړخ:۲-
په تاریخونو کي وايي چي د دنیا د قومونو د غلامۍ په دوره کي پښتنو د غلامۍ دوره نه ده تېره کړې. یو انګرېز تاریخ لیکونکی په اتلسمه پېړۍ کي لیکي چي په ټوله دنیا کي غلامي رواج وه، د هند په مځکو کي ټول خلګ غلامان ول خو کله چي د پښتنو منطقې ته راغلم، دا خلګ ډېر بېل خلګ وه، د پښتنو په منځ کي مساوات موجود ول. غلامي قطعاً نه وه. همدا رنګه زموږ خپل تاریخونه د جرګو تاریخونه دي، حُر ازاد پښتون اصل وو هغه هیڅ کله غلام کېدای نه سوای. حتا پښتنو د خپل او اسلامي کلتور سره په مسجد کي د خان او غریب اوږه په اوږه درېدلو څخه ماسوا د نړۍ د نورو قومو خلاف د ژوندانه په نورو چارو کي همداسي مساوات ساتلي دي. مشرانو یې هر وخت انصاف کړی دی. نو د کندهار کلتور داسي وو چي په یو محله کي به یو بډای موجود وو هغه به د خپلي محلې د خلګو یو جز وو، د غریبانو لاسنیوی به یې کوئ. د محلې د خلګو د امنیت او هر مشکل په حلولو کي به یې د خپلي بډايي په اندازه برخه اخیستله په دې ډول به ټولي محلې او ټول وطن ارام وو. د خان او فقیر تر منځ نفرت به نه وو بلکي احترام به وو. خو نن ورځ د عینو مېني په جوړېدو سره د دنیا د کپیټلیسټ سیسټم د (VIP) خلګو د کورو او د ژوند د ځایو څخه سخت طبقاتي سیسټم را منځته کړی دی. په دنیا کي به په دونه لوی شمېر کي کورونه پر یوه ځای که د نظامیانو یا دولتي خلګو وي نو هلته به څه امنیت نیول سوی وي، په دغه اندازه نو نه وي چي د عینو مېني خلګ مېلمه لا په اساني کور ته نه سي بېولای. لکه څرنګه چي د عینو مېني دېوالو ټول ښار د ځان څخه بېل کړی دی همداسي ټول ښار د کندهار (۱۷) ولسوالۍ د ځان څخه بېلي کړي دي. د کلیوالو او د ښاریانو تر منځ په سخت ترین حالت کي په دغه اندازه پرېکون نه وو راغلی لکه په دغه پنځلس کاله چي راغلی دی. دا حالت خلګ یو د بل څخه د اغېزمن کېدو او پرمختګ څخه ساتي. نو ځکه د یوه ولایت خلګ په خپل منځ کي سره پردي کړل سوي دي، په منځ کي عقدوي سوی دي. نفرتونه اوج ته رسېږي چي مرکز یې عینو مېنه ده. عینو مېنه د پښتنو پر سوسیالوژیک نسج د خرابېدو یو لویه مریضي ده. چي د ټول ښار اخلاق یې منفي اغېزمن کړي دي.
دا معنوي اړخ تر مادي اړخ څو چنده خطرناک دی چي داسي بدلونونه په نړۍ کي د لویو جنګو او انقلابو سبب سوی دی.
(د حامد کرزي د کورنۍ د اتلسمي پېړۍ د نیمايي سیاست او عُقدوي سیاست)
د حامد کرزي کورنۍ د نونسمي پېړۍ د نیمايي د پښتنو د قبیلوي سیاست پر اساس ډېر قومونه د دولت څخه محروم پرېښول چي د هغوی بیعقل مشران د (ای اس ای) لمن ته ور ولوېدل، د هغوی ولسوالۍ وسلوال طالبان سول. دوهم هغه قومونه چي احمدولي کرزی پر حاکم وو د هغوی هغه بد ترین خلګ یې پر حاکمان کړل او باج یې پر کښېښوی. یوه ولسوالي د بېلګي په توګه د نېش ولسوالي ده چي قومي رابطه یې هم د حامد کرزي سره ده خو هلته یې یو ظالم قومندان ور تعین کړ، د نېش په ولسوالۍ کي تر ټولو ولسوالیو غټه لېسه موجوده وله چي (۱۲۰) استادان یې درلودلل. قومندان صاحب شاګردان رخصت کړل، د معلمانو د نومونو پر ځای یې د محلي توپکیانو نومونه ولیکل د (۱۲۰) استاذانو معاش ده جېب ته اچوی. دا د هغي ولسوالۍ حال دی چي د حامد کرزي په قوم پوري یې اړه درلودله. نوري ولسوالۍ همداسي یا یې تر دې بدتره در واخلئ چي وروسته د دوی د استبداد له برکته په دې ولسوالیو کي هم وسلوال طالبان را پیدا سول.
حامد کرزي خو زموږ په تقوادارو مشرانو بېخي خبر نه دی خو په دا لنډ تاریخ کي نه د امیر شېرعلي خان په اصلاحاتو پوهېدی، نه د امیر عبدالرحمن خان د ملي دولت په جوړېدو پوهېدی چي موډرني ټولني په ښارو کي په سلو کلونو کي پکښي را منځته سوي وې. حتا شخصاً حامدکرزی د همهغو ټولنو یو محصول دی؛ هلته پښتانه قومونه څه چي تاجک او اُزبک لا نه ول مطرح حامد کرزی خپله د یو پښتنې زوی نه دی، پلار یې پښتون قوم څه چي د بل قوم ښځه په نکاح کړې وه. خو ده د خپل ورور احمدولي په توسط په کندهار کي داسي سیاست وکړی لکه د کرز د کلي غل چي دي پر ټوله ښار مشر کړی وي. د احمدولي تر مرګ وروسته دا میراث اوس حامد کرزي، قیوم کرزي، شاولي کرزي او جنرال رازق ته پاته دی. په عین شکل دوام لري، که څه هم د حامد کرزي کورنۍ په اخر کي په دې پوهېدلي ول چي تاریخ به یې ډېر بد ولیکل سي د (توریالي ویسا) پخوانی د داودخان د وخت د ریشوتخور په څېر او د (جنرال رازق) په څېر یو توپکی یې د خپلو لاسو د پاکولو لپاره په قدرت کي وساتل. توریالي ویسا ۸ کاله پر کندهار ولایت وکړ خو د خلګو سره یې و نه کتل، بیا هم د کرزي د کورنۍ دلاس خیري داسي زوروري وې چي توریالي ویسا په کاناډا کي بسته بازارونه په رانیول. وبه ګورو چي جنرال رازق د کرزي د کورنۍ د لاسو د پاکولو و دستمال ته به څه ور پېښ سي. خو د حامد کرزي دوی لاسونه د پاکېدو نه دی.
(نتیجه)
د دې ټولو ناخوالو مسؤل په یواځي سر د حامد کرزي کورنۍ نه ده، د دوی مرستندویان ګل اغا شېرزی، د هلمند اخندزاده ګان، ملانقیب اخند، شېردلی، سیدجان، عبدالرحیم ایوبي، لالی حمیدزی، د روزګان وحشي چارواکي، خلاصه دا چي هغه خلګ چي پلرونه یې د حامد کرزي کورنۍ ور وژلي ول خو د یوې چوکۍ یا مقام په مقابل ک یې د کندهار بې علمه پاته کېدلو کي د حامد کرزي سره مرسته کړې ده او ټول د ۱۴ کالو تعلیم یافته او توپکي د حامدکرزي کومک کونکي داخل دي. دې خلګو په لوی کندهار کي د غڼي غوندي جال غوړولی دی. د یوې لېسې مدیر هم په یو توپکي پوري تړلی دی. د مختلفو ولسوالیو معاشونه توپکیان سره وېشي. دوهم وسلوال طالبان هم په دې کار کي د حامد کرزي ملګري دي خو هغوی پیسې د افغانستان د دولت نه خوري د پاکستان د دولت حلال معاش خوري. بیا هم وسلوال طالبان د حامد کرزي د غلط سیاست نتیجه ده.
نوځکه په تېر (۱۴) کاله د کندهار د (۱۷) اولسوالیو څخه یو دانه دوولسم پاس شاګرد را و نه وتی. نو ځکه مو د مقالې د سر ارقام زړه راخوږوي. صدیق پتمن چي د دسیسې څخه بحث کوي هغه دغسي جوړه سوې ده. بل شکل به یې د دنیا پر مخ څوک اثبات نه کړي. په لوی ګمان محمد اشرف غني د حامد کرزي سره دا وعده کړې ده چي د لوی کندهار په دولتي جوړښت کي به د کرزي خوښه وي. نو تر څو چي دا سیسټم دالف څخه تر یا پوري نه وي بدل سوی د کندهار معارف به په همدې مړژواندي حالت کي وي.
نوټ: په عکس کي مي چي هر کس انتخابوئ زړه مي ور سره خوږېدی، ځکه زه هم یو کلک بارګزی یم؛ خو چاړه چي د سرو زرو سي په نس کي نه وهل کیږي. یو اڅګزي مشر د لکهاوو اڅګزو پر ځای دربدره کېدل به زه چي وایم ښه وي، نن چي بارګزي د مزاري د خلګو په څېر تعلیم یافته ځوانان نه لري نو دا به ښه وي چي یو خنډ بارګزی حتا په اور وسوځول سي. همداسي دا نور قومونه پسی درواخله. خودشناسي خدای شناسي ده. خلګو ځانونه به سموو چي خدای و پېژنو، هنرمند سو څو ځانو او شااو خوا ته مو د تاوان او بدنیتي پر ځای ګټه او پراخه مینه ورکړې وي.
که دغه عکسو والا او امثالهم خپل ظلم د خپلو خلګو سره درک نه کړي او په خپلو ټولنو کي د پوهو سالمو، پاکو، شریفو ځوانانو او لېډرانو را پورته کېدو ته د خپلو ځانو د محوه کېدو په قیمت زمینه مساعده نه کړي؛ دغه ټولنه کي به سبا ورځ زما د لیکني پر ځای د همدغو عکسو والا پر اولادو عملاً انقلابونه وسي. پلرونه به یې خلګ په ښکنځلو د قبرو ور ته را وکاږي. خو اُمید مو دا دی چي دا خلګ نور د خپلو ټولنو د پرمختګ د خنډ کېدو څخه لييييييييييييييييييييری ي ی ي ي ولاړ سي.
یو څوک نه شو پیدا چه موږ ته د بارګزی و اڅکزی و پوپلزی و الکوزی و هوتک و توخی و جت و نورزی او فلانی زی د حقانیت او څرنګوالی او دریځ په هکله معلومات راکړی.
ډیرښه ټکی ته دی راپام کړی مننه بارګزی صاحب
داستونزه یوازی په کندهارکی نده هلمند، ارزګان اوهمداسی څونورولایتونه هم درواخله. حکومت ۱۴ کاله دڅومحدودو خلګو په قبضه کی وو اودخپلو شخصی ګټوپه خاطریی په سلګونو ځوانان دتعلیم له نعمت نه بی برخی کړل اوپه زرګونو نور دطالب اواربکی په جګړه چی دمرګ کندی ته لاړل
بارګزی صاحب ډیره ډیره مننه ستاسو دی ډیروه شه او په زړه پوری معلوماتو څخه الله دی دوی تباه کړی ټول پشتانه یی تباه کړل نن ورځ تاجک ،اوزبک هزاره چیرته ورسید او مونږه
دغیرت نه دی جارسم
تاریخ حقایق ثبت کړی او ثبتوی یی که دچا خوښه اویا ناخوښه وی چی دبارکزی صاحب یا داښتونه یی یو ښه او ژوندی مثا ل دی نو دحامد کرزی د۱۳ کلن بی چون وچرا قدرت دغلو ، قاتلانو غارتګرو، چپالوګرو،اختلاس اوفسادکونکو، دمځکو دغاسبینو، اودبشری حقونو دناقضینوډلی اومسولینو حمایی ا وساتنه به یو په یو رسواشی چی ددنیا او اخرت مسول به یی دټولونړیوالو اوملی حقوقی موازینواو دینی اوشرعی احکامو پر بنیاد همدا حمایه ګراوساتونکی حامد کرزی وی، . ،دګران افغانستان درښتنی ازادی ، عدالت او پرمختګ په هیله . .
غاسبینو په غاصبینو اصلاح شی