تاند- په کندهار ښار کې نن سهار د دغه ولایت د هوايي ډګر ۵ کارکوونکي د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شوې.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د هوايي ډګر پر کارکوونکو په داسي حال کې د ښار په څلورمه حوزه کې برید وشو چې په موټر کې د کار لور ته روانې وې.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وویل، په هوايي ډګر کې د دغو ۵ ښځو دنده له ښځو څخه تلاشي وه.

دوی د یوې خصوصي کمپنۍ له لوري ګومارل شوې وې.

ده زیاته کړه«دوه تنه موټرسایکل سپرو د هوايي ډګر د ښځینه کارکوونکو موټر تعقیب کړ او ډزې یې پرې وکړې چې په نتیجه کې یې ۵ ښځې او د هغوی موټر چلوونکی ووژل شول.»

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د کندهار چارواکي وايي، دا ډول حملې عموماً وسله وال طالبان کوي.


د دې پېښې په اړه د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۵-۹-۲۷

کندهار، افغانستان- يو نامعلوم وسله وال نن سهار ۷ بجې د دوراهي پر سړک ايوبي مارکېټ ته څېرمه د کندهار هوايي ډګر ۵ ښځينه کارکوونکي او يو موټروان په شهادت رسولي دي. انا لله وانا اليه راجعون

کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د دې پيښي له امله سخته خواشيني وښوده، د هغوی روح ته دعا کوي، کورنيو ته يې تسليت وايي او ډاډ ورکوي چي د پيښي عاملين به ډېر ژر ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

کندهار والي وايي دغو مېرمنو د هوايي ډګر په ملکي برخه کي کار کوه چي له بده مرغه د انسانيت، اسلاميت او افغانيت دښمنانو دا دی په ډېر بېرحمانه ډول په شهادت ورسولې. د انسانيت او اسلاميت دښمنان هيڅ ډول حدود نه پېژني او هر ډول ديني، کلتوري او ټولنيز روايات ماتوي.

نوموړی ډاډ ورکوي چي دا پېښه به جدي تعقيب کړي او عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *