تاند- د کندهار د والي د دفتر ريیس ډاکتر پروېز نجیب، چې څو کاله یې د خبریال په توګه کار کړی و، د کندهار د نن ورځې په چاودنه کې له سخت ټپي کېدو وروسته ساه ورکړه.

پروېز نجیب نن د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د کندهار د ښاروال له مرستیال، د خاکرېز ولسوالۍ له امنیه قومندان، مرستیال قومندان، دوه ساتونکو او دوو عامو خلکو سره د چاودنې په نتیجه کې ژوبل شوی و.

راپورونه وايي چې د نورو ټپیانو حال د ډاډ وړ دی خو د پروېز نجیب وضعیت له هماغه لومړیو شېبو ښه نه و او د کوما په حال کې د اتل قول اردو روغتون ته وړل شوی و.

ډاکتر پروېز نجیب څو کاله د ازادۍ راډیو د خبریال په توګه کار کړی دی.

د کندهار والي په خاکرېز ولسوالۍ کې د نن ورځې حمله وحشیانه او ناخوانمردانه بللې ده.

په پروېز نجیب او ملګرو یې د خاکرېز ولسوالۍ په شاه اغا زیارت کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې د دوی یو ساتونکی ځای پرځای ووژل شو.

تر دې ۱۲ ساعته مخکې یو بل افغان خبریال سردار احمد د وسله والو طالبانو په برید کې په خورا بې رحمۍ له خپلو کوچنیو ماشومانو سره ووژل شو. دا دواړه پېښې د خبریال په اوونۍ کې وشوې.

د کندهار ولایت چارواکي وايي چې چاودېدونکي مواد د زیارت په یوه برخه کې په مځکه کې ښخ کړای شوي ول خو ځیني نور راپورونه وايي چې چاودېدونکي مواد د اوبو په بوتل کې پټ شوي ول.

د پروېز نجیب لنډه پېژندنه

ډاکټر پروېز نجيب د بهرام خان زوی د ١٣٥٧ لمريز کال د وري مياشتي پر شپږ ويشتمه نېټه د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ د کښته کجکي په پوټي نومي کلي کي وزېږېد.

د کابل په غلام حيدرخان لېسه کي له دوولسم ټولګي څخه په ١٣٧٨ لمريز کال کي په لوړو نومرو فارغ او د کانکور تر ازمويني وروسته د کندهار عمومي طب پوهنځي ته بريالی او په ١٣٨٦ کال کي له پوهنتون څخه فارغ سو.

په کندهار کي د دوو کالو لپاره د آزادۍ راډيو د سيمه ييز خبريال په توګه پاته سوى دى. وروسته يې د کندهار والي د وياند په توګه دنده پيل کړه، د کندهار د والي د ډېر فعال وياند په توګه يې څلور کاله دنده ترسره کړه او وروسته يې د کندهار ولايت مقام د دفتر رئيس په توګه دنده پيل کړه چي دوه کاله يې دوام وکړ.

ارواښاد د پښتو تر څنګ په دري او انګليسي ژبو په روانه لهجه خبرې کولې.

2 thoughts on “د کندهار د والي د دفتر رييس ډاکتر پروېز نجیب د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه”
  1. Mr karzai da Pashtano po katle amm ke pora lass lari , OSS yeh da zalmi rasool po naam bande ghwari che pashtoon bia 5 kalo lufara da akhpale Korani ghate lufara istemall ki

  2. سو ورزی دمخه د بشری حقوقو به خبلواک کمیسیون کی د شخصی زندانونو یادوونه وسوه. ایا د دی بیشی تراو د هغی غوندی سره نه بولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *