تاند- د کندهار ولایت د والي په دفتر کې چاودنې د والي او د متحده عربي اماراتو د سفیر په شمول په لسګونو کسان ټپیان کړي او یو شمېر وژل شوي دي.

د کندهار یوه امنیتي چارواکي تایید کړه چې ۷ تنه وژل شوي او لږترلږه ۱۸ نور ژوبل شوي دي.دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط دا هم وویل چې چاودېدونکي مواد د والي په مېلمستون کې دننه اېښودل شوي ول.

خو د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک وویل چې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.

خپلواک تایید کړه چې په ټپیانو کې والي همایون عزیزي او د متحده عربي اماراتو سفیر شامل دي.

سیمه ییزې رسنۍ وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

ځیني ناتایید شوي راپورونه وايي چې د کندهار مرستیال والي په دې پېښه کې وژل شوی دی. خو تراوسه هیڅ رسمي سرچینې دا ادعا تایید کړې نه ده.

متحده عربي اماراتو په کندهار کې د خپل سفیر او دیپلوماتانو ټپي کېدا تایید کړه

متحده عربي اماراتو تایید کړه چې په افغانستان کې اماراتي سفیر او نور دیپلوماتان د کندهار د والي په مېلمستون کې د سې شنبې د ماښام په چاودنه ټپیان شوي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د خپل سفیر جمعه محمد ال کعبي او نورو دیپلوماتانو، چې له ده سره کندهار ته تللي ول او په چاودنه کې ژوبل شوي، وضعیت تعقیبوي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې الکعبي کندهار ته د متحده عربي اماراتو له لوري افغانانو ته د بشري مرستو لپاره تللی و.

په اعلامیه کې ویل شوي چې سفیر کندهار ته تللی و چې د النهیان خیریه کور د بنسټ ډبره په دغه ښار کې کښېږدي.

حمایه کېږي.

دا په یوه ورځ کې درېمه خونړۍ بمي حمله ده چې په افغانستان کې کېږي.

په لومړۍ حمله کې، چې په لشکرګاه کې وشوه، شاوخوا ۹ تنه ووژل شول. په کابل کې دوو انتحاري حملو تر ۲۰ زیات کسان ووژل او په لسګونو نور ژوبل کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *