د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

تاند- د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې د کندهار د تېرې اوونۍ د سې شنبې د ورځې /جنوري۱۰/ د بمي چاودنې په تړاو یې ۲۰ تنه نیولي دي.

نن /چهارشنبه/ د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق خبریالانو ته وویل چې د کندهار د مېلمستون د چاودنې په تړاو نژدې ۲۰ تنه نیول شوي دي.

رازق ویلي چې نیول شوي کسان پولیس او نور امنیتي کارکوونکي دي.

د دې پېښې په اړه د افغانستان، متحده عربي اماراتو، د ناټو او د بریتانیا د سکاټلنډ یارد (پولیس) پلټونکي په کندهار کې په جلاجلا ډول تحقیقات کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو او ملي امنیت د ریاست د غړیو په شمول د مرکزي حکومت د یوولس کسیز پلاوی مشري د ولسمشر سلاکار داوود ګلزار کوي.

د کندهار په بمي جمله کې د دغه ولایت د مرستیال والي عبدالعلي شمسي ترڅنګ د ملي شورا ۲ غړي، د کندهار د بهرنیو اړیکو ريیس، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کورنۍ دوه غړي او د متحده عربي امارات ۵ دیپلوماتان ووژل شول.

په دې پېښه کې د ۱۲ تنو د وژل کېدو ترڅنګ  ۱۸ تنه نور ژوبل شول. په ټپیانو کې د کندهار والي او د متحده غربي اماراتو سفیر هم شامل دي.

د کندهار والي همایون عزیزي چې د درملنې لپاره هند ته وړل شوی، ممکن فرانسې ته ولېږل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *