تاند- د کندهار د تېرې سې شنبې په خونړۍ پېښه کې د کرزي د کورنۍ دوهم غړي ساه ورکړه.

هاشم کرزی، چې د کندهار د مېلمستون په چاودنه کې سخت ټپي شوی و، په هند کې د درملنې په ترڅ کې وفات شو.

د کندهار ولایتي ادارې د هاشم کرزي مړینه تایید کړه.

نوموړی سوداګر و او له ټپي کېدو وروسته د کندهار له والي او څو نورو سره د درملنې لپاره هند ته بېول شوی و.

د هاشم کرزي له مړینې سره د کندهار په چاودنه کې، چې د ولایت په مېلمتسون کې وشوه، د مړو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

په وژل شویو کې یما کرزی او ۵ اماراتي ديبلوماتان هم شامل دي.

دغه راز په دې پېښه کې د کندهار د والي او د متحده عربي اماراتو د سفیر په شمول یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو د افغانستان حکومت وايي چې دا برید طالبانو کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *