د كندهار ولايت د پوهني رياست
د پلان او نشراتو لوى مديريت
خبرپاڼه
د کندهار د پوهني رياست په اداري غونډه کي ټينګار وسو چي د ښوونکو د ښارګوټي لپاره د لومړنيو خدماتو د تر سره په برخه کي بايد رواني هلي ځلي زياتي سي.
دغه غونډه، چي د لمريزي مياشتي/ دلوي پر يوويشتمه د دوشنبې په ورځ د پوهني رياست د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د پوهني د سرپرست رئيس عزيزاحمد خالد تر څنګ د دغه رياست تدريسي آمر محمدعوض نظري او نورو مسؤلينو پکښي ګډون درلود.
د کندهار د ښوونکو لپاره دوه ښارګوتي په پام کي نيول سوي، چي يو په دامان او بل په ارغنداب ولسوالي کي جوړېږي.
د دامان ولسوالۍ په ښارګوټي کي پنځه ويشت زره او پنځه پنځوس نمرې او د ارغنداب په ښارګوټي کي نولس سوه او څلور نيوي نمرې په پام کي نيول سوي دي. له دغو نمرو څخه تر اوسه درې زره او دوه سوه يې ښوونکو ته توزيع سوي دي.
که څه هم دومره زياتي نمرې وېشل سوي، خو په دغو ښارګوټو کي لومړني خدمات لا هم نه دي تر سره سوي.
د کندهار د پوهني سرپرست رئيس عزيزاحمد خالد په اداري غونډه کي د ښوونکو د ښارګوټو لومړني خدمات مهم وبلل او اړوند مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چي په دې برخه کي خپل کوښښونه زيات کړي.
نوموړي د پوهني رياست د خدماتو او پلان مديريتونو ته دنده وسپارله چي د کندهار د ښاري پراختيا، ښاروالۍ، فوايد عامې او نورو اړوند ادارو له استازو سره په ګډه دغو ښارګوټو ته ولاړ سي او دا برآورد وکړي چي څومره لومړنيو خدماتو ته اړتيا لري.
تدريسي آمر محمدعوض نظري وويل چي د دغو خدماتو لپاره د لومړني تخمين له مخي لس ميليونه افغانۍ په پام کي نيول سوي، خو نوموړي دا رقم کم وباله او ويې ويل چي بايد په دغو ښارګوټو کي د سړک او چريو په شمول د ټولو لومړنيو خدماتو لپاره لګښت وسنجول سي.
ښاغلي خالد د ښوونکو ژوند ته پاملرنه د پوهني سکټور د پياوړتيا لپاره تر ټولو اړينه وبلله او ويې ويل، هڅه به وکړي چي له مادي او معنوي پلوه ښوونکو ته پاملرنه زياته کړي.
نوموړي زياته کړه چي ډېر ژر به د پوهني رياست ټول هغه ښوونکي تقدير کړي، چي خپله دنده يې په ښه توګه تر سره کړې او له ځانه يې ابتکار ښوولی وي.
په غونډه کي د پوهني رياست تدريسي آمر محمدعوض نظري وړانديز وکړ چي ټولو آمرينو ته دي واک ورکړل سي چي د خپلو مامورينو او ښوونکو د تقديروني په برخه کي د اقدام صلاحيت ولري.
هغه وويل: “ښه به دا وي چي ټولو آمرينو ته واک ورکړل سي که دوی يو ښوونځي ته ځي او هلته ويني چي ښوونکي له ځانه ابتکار ښوولی او ښه دنده يې اجرا کړې، نو تقديرنامه دي ورکړي، تر څو هغوی وهڅول سي او په دې ډول معارف له کيفي پلوه وده وکړي. “
د کندهار په ښوونځيو کي لس زره نيالګي ايښوول کېږي
“د نيالګيو کمېټه به په ښوونځيو کي نيالګي پالي”
د کندهار د پوهني رياست په اداري غونډه کي پرېکړه وسوه چي سږ کال بايد په ښوونځیو کي د نيالګيو د ايښوولو او پاللو چاره د ښوونځيو د نيالګيو د پاللو کمېټه په پوره جديت سره وڅاري.
په ښوونځيو کي دا مهال شپږ کمېټې د چارو د ښه انسجام او څارني په موخه فعاليت لري، چي يوه پکښي د نيالګيو يا د ښوونځيو د سرسبزي کمېټه ده.
دغه کمېټه د ښوونځي له ښوونکو او آمرينو څخه جوړه ده.
د کندهار د پوهني سرپرست رئيس عزيزاحمد خالد د رواني لمريزي مياشتي پر يوويشتمه نېټه/ دوشنبه د پوهني رياست په اداري غونډه کي وويل چي سږ کال به په ښوونځيو کي د چاپېريال سمسورتيا، په ځانګړي ډول په ښوونځيو کي د نيالګيو ايښوولو او پاللو ته کلکه پاملرنه کوي.
ښاغلي خالد د ښوونځيو د چاپېريال ساتني کمېټو ته امر وکړ چي د نوي کال په پيل کي په ټولو ښوونځيو کي د نيالګيو د ايښوولو او پاللو چاره په ښه توګه تر سره کړي.
نوموړي وويل، په پلان کي ده چي سږ کال د کندهار په ښوونځيو او د پوهني رياست اړوند تاسيساتو کي شاوخوا لس زره بوټي نيالګي د ښوونځيو د چاپېريال د سمسورتيا په موخه کښېنول سي.
هغه وويل، د دغو نيالګيو نهه زره بوټي يې د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ رياست او پاته زر يې د کندهار ښاروالۍ له لوري د پوهني رياست ته ورکول کېږي.
ښاغلي خالد وويل، په هغو ښوونځيو کي چي باغوانان لري، د نيالګيو د ايښوولو او پاللو چاره د باغوان له خوا تر سره کېږي او د اړوند کمېټې له خوا څارل کېږي، خو په هغو ښوونځيو کي چي د تشکيل له مخي باغوانان نه لري، هلته زده کوونکي هڅول کېږي چي په داوطلبانه ډول د خپل ښوونځي د چاپېريال په سمسورتيا کي ونډه واخلي.
د پوهني رئيس وويل: “ښه زده کړه او تدريس په ښه چاپېريال کي کېږي او ښه او زرغون چاپېريال به موږ هله ولرو چي په ښوونځيو کي چاپېريال ته پاملرنه زياته کړو. سږ کال به په ښوونځيو کي د نيالګيو د ايښوولو موضوع په جديت څارل کېږي او د چاپېريال د سمسورتيا په برخه کي به ټول امکانات په کار اچول کېږي. “
په اداري غونډه کي دغه راز د پوهني سرپرست رئيس د پوهني رياست ټولو مامورينو ته امر وکړ چي د خپلو شعبو چاپېريال ته کلکه پاملرنه وکړي او دغه راز د رياست د انګړ چاپېريال هم سمسور وساتي.
د يادوني وړ ده چي سږ کال د پوهني رياست د دې لپاره په ښوونځيو کي د چاپېريال د سمسورتيا په موخه د هلو ځلو د زياتولو پرېکړه کړې چي په تېرو کلونو کي د کندهار په ښوونځيو کي هر کال په لوړ شمېر نيالګي ايښوول سوي، خو د نه پاملرني له امله زياتره ضايع سوي دي، خو پلان دا دی چي سږ کال به د دغو ضايعاتو مخه نيول کېږي.
د کندهار د ښوونځيو لابراتوارونه تجهيز کېږي
د کندهار د پوهني رياست په اداري غونډه کي پرېکړه وسوه چي د کندهار د ښوونځيو د لابراتوارونو د تجهيزتيا په برخه کي به هڅي زياتېږي. دغه راز پرېکړه وسوه چي د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کي به هم نوي روزنيز پروګرامونه عملي سي.
دا په کندهار کي د پوهنيز بهير د کيفيت د لوړولو په برخه کي تازه هڅه بلل کېږي.
دا مهال د کندهار په ګڼو ښوونځيو کي لابراتوارونه فعال دي، چي د پوهني رياست د ساينس مرکز له خوا يې چاري پر مخ وړل کېږي.
ستونزه دا ده چي د دغو لابراتوارونو له ډلي څخه ځيني يې مستحضران نه لري او دغه راز د فزيک اړوند د تجهيز لپاره د ځينو لابراتواري توکو اکمال ته اړتيا ده.
د کندهار د پوهني سرپرست رئيس عزيزاحمد خالد په ښوونځيو کي د لابراتوارونو فعالتيا تر ټولو اړينه وبلله او ويې ويل چي په دې برخه کي بايد اړوند اداره جدي هڅي وکړي.
نوموړي د تدارکاتو مديريت ته سپارښتنه وکړه چي د ساينس مرکز د مسؤلينو له لزوم ديد سره سم ټول هغه لابراتواري وسايل آماده کړي، چي په لابراتوارونو کي ورته اړتيا ده.
ښاغلي خالد وويل، د اروزني پر مهال ورته جوته سوې ده چي ځيني لابراتوارونه تر ډېره مجهز دي، خو د ځينو نورو د تجهيزولو اړتيا ده.
د ساينس مرکز مسؤل په غونډه کي وويل چي لابراتوارونه يې تر ډېره مجهز کړي، يوازي د فزيک ځينو لابراتواري وسايلو ته اړتيا ده، چي هغه به هم د اړوند ادارې په مرسته اکمال کړي.
د پوهني د کيفي انکشاف په برخه کي د پوهني رياست په اداري غونډه کي دغه راز د ښوونکو د مهارتونو پر زياتولو هم ټينګار وسو.
د پوهني رياست تدريسي آمر محمدعوض نظري وويل چي مرکزي ادارې ورسره ژمنه کړې چي د کندهار يو شمېر استادان به ورته روزي، تر څو نوی نصاب په ښه توګه تدريس کړلای سي.
د پوهني رئيس بيا په دې اړه وويل چي يوې مرستندويه ادارې هم ژمنه کړې چي د تدريسي چارو په ميتوديکي برخه کي به ورسره مرسته کوي او يو شمېر ښوونکي به روزي.
نوموړي خپلو اړوند مامورينو ته امر وکړ چي د ښوونکو د روزني له دغو فرصتونو څخه په ښه توګه استفاده وکړي او د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړوني او په پايله کي يې د معارف د کيفي انکشاف په برخه کي اعظمي ګټه ځني پورته کړي.