کندهار

کامله صديقي: د کندهاري سوداګرو ستونزي له ولسمشر سره شريکوم

نېټه: ١٣٩۶-۵-۲۲

کندهار، افغانستان- د سوداګرۍ او صنايع وزارت مرستيالي کاملې صديقي نن سهار کندهار ته سفر وکړ او په ولايت مقام کي يې د سوداګرو ستونزي، غوښتني او وړانديزونه واورېدل.

غونډه د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان په مشري جوړه سوې وه چي د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د افغانستان د سوداګرۍ خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند، د ولسي جرګې غړي بي بي حميدې او ګڼ شمېر سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی وو.

مرستيال والي عبدالحنان منيب د سوداګرۍ او صنايع وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چي د کندهاري سوداګرو د ستونزو د هواري لپاره يې هڅي پيل کړي دي. هغه زياته کړه چي که د وزارت رهبري وخت پر وخت کندهار ته سفرونه وکړي، د دې ځای د سوداګرو ستونزي او غوښتني واوري او د هواري لپاره يې اقدامات وکړي، نو د هيواد په سوداګرۍ کي به ژور بدلون راسي.

ښاغلي منيب هيله وښوده چي د سوداګرۍ په وړاندي پراته خنډونه له منځه يوسي څو نه يوازي د کندهار بلکي د ټول هيواد سوداګري پراختيا ومومي.

د سوداګرو په استازيتوب د افغانستان د سوداګرۍ خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند په صنعتي پارک کي سوداګرو ته د مځکو پر ورکړه او بهرنيو هيوادو ته د صادارتو او پروازونو پر ښه تنظيم ټينګار وکړ. هغه زياته کړه چي که بهرنيو هيوادو ته سم صادرات وسي، نو د هيواد تجارت به پر پښو ودريږي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني رئيس حاجي نصرالله زهير وويل چي په مستوفيت کي لوړه ماليه ځني اخيستل کيږي، د تجارتي جواز په برخه کي له ستونزو سره مخ دي او په ادارو کي بېلابېل خنډونه ورته جوړيږي چي دا د سوداګرۍ د پراختيا پر ځای محدوديت وضع کوي.

د سوداګرۍ او صنايع وزارت مرستيالي کاملې صديقي د کندهاري سوداګرو ستونزي پر ځای وبللې او د کندهار سوداګري يې د هيواد د اقتصاد لپاره مهمه وبلله. هغې زياته کړه: ما ستاسو ټولي ستونزي او وړانديزونه ياداښت کړل. موږ به يې د هواري لپاره جدي هڅي وکړو. زه به د کندهاري سوداګرو ستونزي له ولسمشر سره هم شريکي کړم، تر څو د کندهار سوداګري د پخوا په څېر وده وکړي.

د ياد وزارت مرستيالي او مرستيال والي د يو شمېر سوداګرو په ملتيا تر غونډي وروسته له صنعتي پارک څخه هم ليدنه وکړه.

په کندهار کي د پوليو پر ضد کمپاين پيل سو

نېټه: ١٣٩۶-۵-۲۲

کندهار، افغانستان- د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب له خوا په کندهار ښار او ولسواليو کي د پولیو پر ضد د واکسین ۴ ورځنی کمپاین رسماً پيل سو.

د کمپاين د پيلېدو په موخه نن سهار په ولايت مقام کي غونډه جوړه سوې وه چي د عامي روغتيا رئيس ډاکټر محمد عظیم زمريال، د کتلوي معافيت آمر عبدالرشيد الکوزي، د مرستندويه او دولتي ادارو استازو ګډون کړی وو.

مرستيال والي عبدالحنان منيب د پولیو پر ضد مبارزه کي د عامي روغتیا ریاست او اړوندو موسساتو هلي ځلي وستايلې او ویې ویل چي د دولت ټول ملکي او نظامي ارګانونه په دې برخه کې همکار دي. نوموړي د پولیو د پدیدې د پوره له منځه وړلو لپاره د اړوندو ارګانونو تر منځ د لا زیاتي همږغۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي منيب دا راز وویل چي د پولیو په وړاندي مبارزه یوازي د دولت تر صحي ارګانونو محدوده نه ده، د له منځه وړلو لپاره یې باید د ټولني ټول وګړي لاس په کار سي. مرستیال والي همدارنګه د پولیو په وړاندي د مبارزې په برخه کې د یو شمېر کړیو د منفي تبلیغاتو په وړاندي غبرګون وښود او زیاته یې کړه چي د پولیو په وړاندي مبارزه کومه سیاسي پروسه نه؛ انساني او صحي پروسه ده او له خنډ جوړوونکو سره به يې قانوني چلند وسي.

د عامي روغتیا سرپرست رئیس محمد عظيم زمريال وویل چي په افغانستان او خاصه بیا جنوب لوېديځه حوزه کي د پولیو تهدیدات لا هم سته چي د محوه کولو لپاره یې موږ خپل ټول امکانات په کار اچولي دي. ډاکتر زمریال زیاته کړه چي په نوي کمپاین کې به ۵۵۷۸۹۳ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول سي. د عامي روغتیا سرپرست رئیس د پولیو په وړاندي په مبارزه کې د دیني علماوو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل چي د دې وژونکي ناروغۍ په له منځه وړلو کي بايد ټول خلک ونډه واخلي.

د غونډي په پای کي د مرستيال والي او عامي روغتيا رئيس له خوا دوو ماشومانو ته د واکسين په ورکولو سره د کمپاين لړۍ پيل سوه.

د ملي دفاع وزير: د ملي اردو د بنسټ سازۍ لپاره کار کوو

نېټه: ١٣٩۶-۵-۲۲

کندهار، افغانستان- د ملي دفاع سرپرست وزير تورنجنرال طارق شاه بهرامي وايي چي د ملي اردو د پياوړتيا او بنسټ سازۍ لپاره بنيادي کار کوو.

نوموړي دا څرګندوني نن سهار کندهار ته د سفر پر مهال وکړې. په سفر کي يې د ملي امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزي او يو شمېر نورو چارواکو ملتيا کوله. په دې غونډه کي چي د ۲۰۵ اتل قول اردو په قومندانۍ کي جوړه سوې وه، کندهار والي زلمي ويسا، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال امام نظر بهبود، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق او يو شمېر نورو نظامي او ملکي کسانو ګډون کړی وو.

ښاغلي بهرامي وويل چي که څه هم په ۲۳ ولايتونو کي عملاً جګړه روانه ده، خو امنيتي ځواکونو په خورا قاطعيت د خپلي خاوري دفاع کړې او هره ورځ قربانۍ ورکوي. د ملي اردو دنده دا ده چي نه يوازي دښمن ته ماته ورکړي، بلکي د خلکو ژوند وژغوري او په دې برخه کي تر ډېره حده موفق هم دي.

نوموړي زياته کړه چي که په امنيتي ادارو کي فساد ختم نه سي او اهل کسان ونه ګمارل سي، نو نړیواله ټولنه به مرستي پر بندي کړي. هغه وويل چي د فساد د ختمولو او اصلاحاتو راوستلو لپاره يې جدي هڅي رواني کړي او په دې موخه يې ۴ کلن پلان جوړ کړی چي له مخي به يې د کوماندو ځواکونو شمېر دوه برابر لوړ او هوايي ځواک به په بېساري ډول پياوړی سي.

کندهار والي زلمي ويسا د افغان ځواکونو شهامت، قربانۍ او ستړياوي وستايلې او غوښتنه يې وکړه چي قول اردو ته واکونه او صلاحيتونه ورکړي. هغه زياته کړه چي د وزارت په پرتله قول اردو د لواګانو او ټوليو د قومندانانو په وړتيا او نااهليت ښه خبر او پوهيږي، که قول اردو د دې کچي د قومندانانو د بدلون صلاحيت ولري، نو مثبت تغيرات به راولي. ښاغلي ويسا زياته کړه چي د ملي اردو تلفات د زغم وړ نه دي، نو په کار ده چي په مديريت کي ژور بدلون راوستل سي.

د دفاع وزارت له خوا يو شمېر پوځيانو ته ترفيع او ستاينليکونه ورکول سول او تر غونډي وروسته په جنوب لوېديځه حوزه کي د وروستيو شهيدو سوو سرتيرو فاتحه واخيستل سوه.

د حاجيانو د لېږد لړۍ پيل سوه

کندهار، افغانستان- نن سهار د کندهار والي زلمي ويسا له خوا مکې معظمې ته د سوېل لوېديځي حوزې د حاجيانو د لېږد لړۍ رسماً پيل سوه.

د حاجيانو د لېږد لړۍ د پټۍ په پرېکولو پيل سوه چي د اريانا هوايي شرکت په واسطه په لومړي پرواز کي د روزګان ولايت ۲۲۰ حاجيان ولېږدول سول.

کندهار والي زلمي ويسا په هوايي ډګر کي حاجيانو ته د مخه ښه په مراسمو کي د هر ډول اسانتياوو د مهيا کېدلو ډاډ ورکړ او ويې ويل چي د نورو کلونو په پرتله به حاجیانو ته ښه خدمات وړاندي سي.

نوموړي له حاجيانو څخه غوښتنه وکړه چي د حج پر مهال د هيواد د سوکالۍ، امن او ابادۍ لپاره دعا وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *