محمد یار یار

تاسي د خپل ظلم، بې عدالتۍ، رشوت خورۍ او بشرضد، قانون ضد او اسلام ضد فیصلو په وړاندې د خلکو له اعتراض سره ناعادته یاست!

تاسي چې څومره د مظلومو انسانانو وینې ربېښلې دي او د هغوی په زړونو مو د خپل وحشت او جنایت وهم ور ننیستلی دی نو هغوی کله هم ستاسو په مخ کې د جرئت سترګې نه دې را پورته کړي او تاسو ته د بېچاره افغانانو دې غریبې او ترهېدلې ورځې دا فرعونیت دربخښلی دی چې د هر چا د مرګ و ژوند، عزت و ذلت فیصله له خدای تعالی څخه په خپل اختیار کې واخلئ!

مګر د اول وار لپاره دې خواته وګورئ!

موږ خو اوس یوازې د یوه مظلوم (هستي محمد) د دفاع ږغ پورته کړی دی او تاسو د هغه دوستانو ته ګواښونه کوئ او غواړئ هغوی وبېروئ او په دې یې راضي کړئ چې بېوسه هستي محمد په ناحقه پنځلس کاله زندان ته غاړه کښېږدي.

خو د کندهار قاضیانو دا یاد وساتئ!!!

د هستي محمد دوسیه به ستاسو د زوال پیلامه وي، چې څومره خیانت او رذالت مو په وس پوره وي ویې کړئ، موږ به وګورو چې د دغه مظلوم په باب ستاسي استیناف محکمه څنګه فیصله کوي او تاسو به هم وګورئ چې خلک ستاسو په هکله څنګه اقدام کوي!

قاضي مسلم، قاضي سلیم، قاضي نوري، قاضي صایم، قاضي فنا او نور ټول قاضیان دی یې په راسته غوږو واوري!

تاسو به یوازې د هستي محمد په دوسیه خلاص نه شئ بلکې د ده غوندې ټولو مظلومانو د دوسیو چیغې به درپسې راپورته شي او د خلکو په عادلانه محکمه کې به محاکمه شئ!

تاسي خو دغسي یوه حالت ته پېشبین نه واست مګر اوس مو آمادګي ونیسئ!

خلکو خپله فیصله کړې ده او دا فیصله نه راګرځېدونکې ده، د هستي محمد په اړه به ستاسو ظالمانه فیصله او درواغجنه شرعي وثیقه باطله شي خو د پرګنو او تاریخ د فیصلو د بطلان توان له هیچا سره نشته او ډېر لنډ وخت به دا هرڅه ثابت کاندي!

محمدیار- یار

۱۳۹۳/۹/۲۳

One thought on “د کندهار قاضیانو په راسته غوږ یې واورئ!!! / یار”
  1. ګرانو لوستونکو!
    سلامونه او نېکې هیلې درته وړاندې کوم.
    د کوم ظلم، ناروا او تيري څخه چې د قندهار په ولایت کې محمد یار – یار ورور پرده پورته کړې ده، همدا حالت ما د افغانستان په نور سيمو کې هم لیدلی دی. ټوله موضوع تنها په قاضیانو پورې نه بلکې څارنوالان او ظالم او وحشي پولیس او آن په ځېنې حالاتو عام حکومتي چارواکي دغه شان کړنو ته لاس اچوي.
    دحل ښکلې او معقوله لاره یې داده چې د افغانستان غیرتي ولسونه په هرځای که ددغه شان کړنو په مخنیوي کې راپورته شي او نه یوازې د حکومت، بلکې د مخالفینو او هر تېري کوونکی په وړاندې چې تر هر نامه او عنوان لاندې وي، ودریږي او په میړانه او غیرت خپل دین، هیواد او ناموس وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *