د زابل والي محترم اشرف ناصرې د وږي پر ۲۹- مه دهغه ولایت داستیناف څارنوالۍ د نوی رییس د معرفۍ په مراسمو کې شکایت وکړ چې د نا امنیوله امله د زابل په ځینو ولسوالیو کې قضایې ادارې فعالیت نه لري.

زه فکر کوم چي د موجود دولت د قضایي ادارو تر فعالیت يي نه فعالیت اوس د افغان ملت په خیر دی، ځکه د همدغو فاسدو او عدالت ضد قضایې ارګانو له امله هر خیانت او جنایت ته زمینه برابره شوې ده، څوک څه پوهیږي چې همدا د استیناف نوی رییس، چې والي صاحب معرفي کاوه ګواکي د نوو ناامنیو یو نوی اساس یې ایښاوه.

په کندهار کې د استیناف محکمې رییس عبدالغفار صایم د ښاری محکمې رییس عبدالحلیم مسلم، د وثایقو آمر عزیزاحمد نوري، د ملي امنیت څارنوال او یو شمېر نور چارواکي هغه کسان دي چې زموږ خلکو ته یې تر امریکا او طالب، عیسوي و یهودي او هر بل ترهګر زیات د سرو مال او عزت جدي ګواښ ور پېښ کړی دی.

زما دغه ادعا یو نوی کشف او ابتکار نه دی، په افغانستان کې قضایي وضعیت تر جنایت هم په پست حالت کې راغلی، د قضایي ادارو عدالت ضد فتواوې او فیصلې تر بل هر ډول وحشي ګواښ خطرناکې دي، ځکه د خلکو پر حقوقو تېری او په مقابل کې یې د وګړو بېوزلې او بېکسې په تبا کوونکو عقدو بدلیږي.

تاسو څه فکر کوئ چې کله یو ځوان خپل کلی-کور، خپل نغری و اور، خپل پلار و مور او خپلو دوستان و نور ټول شاته غورځوي، د پاکستان په مذهبي مدرسو کې نظامي روزنه اخلي او بیا راځي د خپل وطن د مور په لمن اور پوري کوی، دا خو څه ساده فاجعه نه ده ددی علت اوعوامل لټول په کار دي، دا لټون ډیر پېچلی تحلیل هم نه غواړي، له ساده سوچ څخه وروسته پوهیږو چې له ژوند او د ژوند له رنګ وخونده زموږ د ځوانانو بیزاري د همدغو چټلو محاکمو او لړلو قاضیانو د خدای ضد پریکړو زیږنده ده.

د دولت دنده د ملت لپاره د ابرو، عزت او د ژوندانه د هراړخیز سهولت برابرونه ده، خو چي دولت د ملت په منځ کې دعدالت موازنه په لوی لاس له منځه یوسي، نو د ملت او دولت تر منځ یوه پټه جګړه رامنځته شي، د دغې جګړې د اور تاو په رشوت او فساد کې غرقو ملکې، امنیتي او قضایي چارواکو لپاره تر هغه وخته د احساس وړ نه وي تر څو یې د دوی بېخ لمبه کړی نه وي.

نن چې د ملت او دولت ترمنځ فاصله د ځمکي او آسمان حد ته رسېدلې، علت یې همدغه ستره بي انصافي ده چې د وګړو په حق کې روانه ده.

ګواښ دادی، که زموږ قضایي ادارې جدی اصلاح نه شي نو ډیر ژر دی چې د ملت د قهر په انګار کې به ټول د خدای او ولس باغیان لولپه شي.
یکشنبه ۳۰/۶/۱۳۹۳

——————————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *