محمد یار یار

ولسمشر اشرف غني تېره پنجشنبه د کندهار له ولایتي چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې اداري او قضایي غلو او مفسدینو ته د سرا ورکولو او جدي عدلي تعقیب حکم وکړ.

 شک نشته چې په تېر دیارلس کلن دوران کې فساد د ټول افغان دولت سږو ته لکه اکسېجن تنفس شو خو زه د خپلو عیني مشاهداتو پر اساس په کندهار کې د ډېرو بربنډو او سپین سترګو ادارې، امنیتي او قضایي جنایاتو ژوندی شاهد یم، او په دغو درو برخو کې د ټولو چارواکو پر فساد او علني خیانتو مستنده او مدللـه شاهدي وایم، که مې د خپلو تورونو توری- توری ثابت نکړاي شوای دا باور هم لرم چې ډاکټرغني د دولتي غلو او قانوني جنایتکارانو په تعقیب او تعذیب کې ډېر جدي دی، کولای شي ما ته هر ډول قانوني سزا راکړي.

قضایي برخه:

د کندهار د قضا او څارنوالۍ مطلق اکثریت فیصلې د شریعت او قانون پر ضد وې، زه د دنیا په مخ کې د قاضي عبدالغفار صایم، قاضي عبدالحلیم مسلم، قاضي سلیم، قاضي عزیزالله نوري او نورو قاضیانو همدارنګه، څارنوال فضلي، څارنوال وحیدالله، څارنوال خیبر او نورو څارنوالو د فساد و رشوت او مخامخ غلاوو ژوندي اسناد او ژوندي شاهدان وړاندې کوم چې دوی څنګه مالوم الحال مجرمان ایله کړي او بېګناه، بېوسه او بېکسه غریبان یې په پنځلسو کلو بند محکوم کړي دي، زه به په دې باب یو مستند او جالب تحقیق ولس او تاریخ ته وړاندې کړم.

امنیتي برخه:

په دې برخه کې شریعت، قانون او انسانیت ټول له جنرال رازق څخه عبارت دی، چې هر چا ته یې پر سر تبه شي پر دا سر- سر یې ولي، د کندهار د جنوب په رېګ سیمه کې د خلکو د ژوندیو ښخولو او ویشتلو کیسې یې د کندهار د خلکو د لویو او کوشنیو د مجلسو موضوعات دي او د امنیه قومندانۍ د نورو غلو او وحشیانو نومونه یادول د دې لیکنې له زغمه وزي، په دې اړه هم زما مفصله څېړنه پر لاره ده.

اداري برخه:

په دې برخه کې پر دا یوه بېلګه بسنه کوم چې منډ یګک ماڼۍ، چې د والي مېلمستون دی، د قومندان رازق او نورو زورواکو توپکیانو په شخصي زندان بدل شوی دی، په دې کیسه که والي محترم ډاکتر توریالی ویسا خبر وي یا ور سره شریک وي هم مجرم دی، که په خبر نه وي، نو د غفلت جرم یې نور هم دروند او د بخښلو نه دی او که مې دا هم ثابته نکړه چې د منډ یګک ماڼۍ په شخصي زندان کې، د نیول شوو مکتب شاګردانو په خایو، د اقرار لپاره، له سمېټو ډکې د غوړو ډبې ځړول شوي وې، هم د هر ډول قانوني سزا زغم ته چمتو یم.

د کندهار په ویډیو کنفرانس کې ما ته د ولسمشرغني له خوا د غلو د عدلي تعقیب حکم ځکه ډېر جالب و چې ده غلو ته د غلو نیولو امر کاوه؛ ښایي  رئیس جمهور به هم په دې نزاکت پوهېږي او غواړې به، چې په تدریجي توګه له ټولو دولتي داړه مارانو سره د حساب و کتاب زمینه سازه کړي.

دا ډېر ښه اقدام دی، ټول ولس یې ملاتړ دی، باید قدمونه سست او ارادې کاواکې نه شي.

دا وطن په ظلم دومره ویران شوی

چې فاسد دی له پوښښه تر تهدابه

محمدیار یار

2 thoughts on “د کندهار له غلو سره د ډاکټرغني ویډیو کنفرانس! / محمدیار یار”
  1. Yara! sata da hum aos barghazowee sway; da Meena Pal seela kaway aw Raziq Ghanday. Za da na wayam che Raziq ba ter khpal wak tajawooz na we karai, kho da wayam che da Raziq dagha da waka tsakha tajawooz Kandahar ta nesbi arame rawastay da. Sata pa raqam ba derta wa wayam – Kandahar pa bay khoto saree na edaara kayzhe; sha mesal ya Wesa Jan dai- Da comment me pa day na dai karai che da Raziq da waka tajawooz de yad karai de, balke sata da zad aw naqiz dariz pa khater me karai dai. Da che Raziq ta ya pa tayroo wer ghordzaway baykhe de dawa sa aw himat de salam dai, kho tol moofseedeen bayad pa yawa sterga wa gooray.

  2. رازق او نورو کندهار کی واقعا ډیر ستر وحشتونو کوي. دا د هغه ځای د ټولو دني فعالانو او لیکوالو مسولیت چی پر شد یی اواز پورته کړي او نړۍ ته یی رسوا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *